سیمه ییز خبرونه
اسلام آباد په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد پوځي عملیات کوي
د پاکستان ملي امنیت کمیتې څرګنده کړې؛ اسلامآباد غواړي د اسلامپالو وسلهوالو د له منځه وړلو لپاره په ټول پاکستان کې نوي عملیات پیل کړي.
د پاکستان د ملي امنیت کمیتې ویلي؛ د جمعې پر ورځ د لومړي وزیر شهباز شریف او پوځي مشرانو په حضور کې یوه کمیته جوړه شوې، چې په دوه اوونیو کې به د ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو د جزیاتو په اړه خپل حکم صادر کړي.
دغې کمیتې په ډاګه کړې: په دې ناسته کې د خلکو او حکومت پر ملاتړ او پر نوي ځواک او هوډ د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د پراخو عملیاتو پیلولو هوکړه وشوه.
د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې: د دې کمیتې دوه ساعته غونډه، چې د جمعې پر ورځ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه؛ په کې پر ملکي چارواکو سربېره د هېواد د استخباراتو او پوځ مشرانو هم ګډون کړی و.
د پاکستان د ملي امنیت شورا د عمران خان پر مشرۍ د دغه هېواد پخواني حکومت له پاکستانيو طالبانو سره پر دوستانه چلند تورن کړ.
د دغې شورا د اعلامیې له مخې، د پاکستان تحریک طالبانو د مهمو بندیانو خوشې کېدو دغې ډلې ته د بیا فعالېدو چانس ورکړ.
پاکستان دمګړۍ په داسې حال کې دی، چې له اقتصادي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی.
دغه راز پاکستان د پورونو د نه ادا کولو له خطر سره مخ دی او دغه هېواد ته د پیسو نړیوال صندوق د ۱.۱ میلیارد دالرو مالي تضمین هم ځنډېدلی دی.