سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد هڅه كوي، چې له افغانستان سره د هندوستان د مرستو مخه ونيسي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت يو پخوانۍ چارواكى پر پاكستان تور لګوي، چې له افغانستان سره د هندوستان د مرستو مخه نيسي.

هند په تېرو يوولسو كلونو كې يو له هغو هېوادونو څخه وو، چې د افغانستان سره يې د بيارغونې په برخه كې همكاري كړې.

د هند د بهرنيو چارو وزارت پخوانۍ مرستيال شيام ساران وايي:

اسلام اباد هڅه كوي، چې له افغانستان سره د هندوستان د مرستو مخه ونيسي.

نوموړی زیاتوي، مونږ په كراتو له اسلام اباد څخه غوښتي، چې له افغانستان سره د بې طرفه مرستو لپاره له دوى سره د خبرو ميز ته كېښيني، خو پاكستان تر اوسه زمونږ دغو هڅو ته هېڅ پاملرنه نه ده كړې.

په همدې وخت كې د ولسي جرګې يو شمېر غړي بيا وايي، پاكستان تل هڅه كړې تر څو د كابل او ډهلي تر مېنځ د ښو اړيكو مخه ونيسي.

هند په تېرو درو لسيزو كې په سياسي او اقتصادي برخو كې د افغانستان يو نږدې ملاتړى هېواد بلل شوى او د وسله والو طالبانو د رژيم له نسكورېدو وروسته د اوږد مهالو اړيكو لومړى سند هم همدغه هېواد له افغانستان سره لاسليك كړ.

Trending

Exit mobile version