تازه خبرونه

اسلام پر وژنو، تاوتریخوالي او ډارولو حکم ندی کړی – او آی سي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان ( او آی سي) له سکرتر جنرال یوسف بن احمد العثیمین سره د افغانانو د خپلمنځی سولې پر روان وضعیت کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې حنیف اتمر او ښاغلي یوسف بن احمد العثیمین تېره شپه ولیدلي دي.

د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي؛ په افغانستان کې ترسره شوي جنایتونه د مسلمانانو او اسلامي لارښوونو سره په بشپړ ډول مطابقت نلري او روانه جګړه ناروا ده. پر ښځینه قاضیانو بریدونه، د کابل پوهنتون د محصلینو وژنه او د زیږنتون پر روغتونونو برید په اسلام کې جواز نلري.

حنیف اتمر زیاته کړې؛ که مخالفان په رښتیا سولې ته ژمن وي، نو افغان حکومت به د ملي پخلاینې او د سولې پروسې بریا ته هیڅ خنډ ونه ګوري او چمتو دی، چې د افغانانو د خپلواکۍ او په نړیواله کچه له منل شويو معیارونو سره سم په ټولو برخو کې سیاسي ګډون ته لار اواره کړي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزیر د سولې د بهیر د بریا لپاره د اسلامي همکاریو له ټولنې څخه د مرستې او همکاریو د دوام غوښتنه هم کړې ده.

اتمر ویلأ: مونږ د اسلامي همکاریو له ټولنې څخه غواړو، چې خپلو پخوانیو غوښتنو ته دوام ورکړي، چې وینې تویول پای ته ورسوي او سیاسي ناندرې په دوحه کې د خبرو اترو له ډلو سره د مشورې لپاره د تعقیبي ناستو، متخصصینو د مشورو او ځانګړې ډلې پر لیږلو حل کړي.

له بلې خوا د یادې ټولنې مشر یوسف بن احمد العثیمین ویلي، چې وژنه، تاوتریخوالی او ډارول له اسلام سره اړخ نه لګوي.

هغه په ​افغانستان کې د سولې په رامنځته کولو کې د دیني عالمانو د رول ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې په اسلامي ټولنو کې عالمان نه یوازې له مذهبي نظره، بلکې له سیاسي نظره هم د غوره مقام لرونکي دي.

Trending

Exit mobile version