تازه خبرونه
اسماعیل قاآنی د قدس ځواکونو د مشر په توګه ټاکل شوی
د ایران د مذهبي مشر خامنه یي له دفتر څخه په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: د سپاه پاسداران د قدس ځواک مشري اسماعیل قاآني ته سپارم؛ هغه، چې د قدس ډلې له تکړه او نومیالیو قومندانانو څخه دی او د قاسم سلیماني نږدې همکار هم پاتې شوی دی.
هغه هیله من دی، چې قاآني به د سلیماني پالیسي روانه ساتي او بریالیتوب یې هم غواړم.
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال د ایران د سپاه قدس قومندان، چې د امریکا په برید کې وژل شوی، له داعش سره په مبارزه کې مهم شخص ګڼلی. هغه ویلي، چې په سیمه کې ترینګلي سیاسي وضعیت ته په کتو هیله لري، چې د قاسم سلیماني وژنه د افغانستان د سولې بهیر ته په زیان تمامه نشي.
د افغانستان اجرائيه ریاست د قاسم سلیماني په وژنه تاسف ښودلی او هیله من دي، چې د امریکا او ایران ترینګلې اړیکې د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغېزه ونکړي.
د افغانستان نورو سیاستوالو هم د ایران د سپاه قدس د قومندان په وژل کیدو بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي؛ ایران ته په کار ده، چې له افغانستان سره خپل عاقلانه چلند ته روان وساتي.
د جمعیت ګوند غړي عطامحمد نور ویلي: د سلیماني وژنه د سیمې د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ ده.
محمد محقق ویلي: سلیماني له ترهګرۍ، سخت دریځۍ، القاعده او داعش سره د ایران او اسلامي نهضت د مبارزې ستر غنمیت و.
د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر د سلیماني د وژنې په اړه تسلیت وړاندې کړی دی.
د ایران په تهران او نورو ښارونو کی لاریونونه ترسره شوي او د قدس ځواک د مشر جنرال سلیمانی د وژنې ماتم یی څرګند کړ.
قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسداران ځواک د قدس ملیشو مشر و، چې د پنجشنې پر شپه د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په ډرون برید کې له خپلو اته نورو لوړ پوړیو افسرانو سره، چې په دوه موترو کې روان ول، ووژل شو.