بی بی سی پښتو
اسټراليا کې عدالت غوښتنه؛ لسګونه زره کسانو د جنسي ځورونې پر ضد لاريون کړی
د اسټرالیا لروبر کې لسګونه زره کسان له ښځو سره د جنسي زورزیاتي او ځورولو په اعتراض کې واټونو ته راووتل.
د اسټرالیا د پارلمان مخې ته د دې سترې غونډې او اعتراض سازمانوونکي دا “دغه هېواد کې د ښځو تر ټولو ستر سراسري خوځښت” بللی دی.
ښځو سره د ناوړه جنسي چلن وروستي تورونه تر ډېره د اسټرالیا محافظه کار حکومت باندې لګول شوي.
دغه اعتراضونه تېره اوونۍ تر هغې وروسته پیل شول چې روښانه شوه د اسټرالیا لوی څارنوال کرسټین پورټر په ۱۹۸۸ کال په “جنسي تېري” تورن شوی خو هغه رد کړی دی.
دا موضوع د اسټرالیا د حکومت د مخکینۍ سیاسي سلاکارې بريټني هېګينز له څرګندونو سره بېرته را تازه شوه.
هغې وویل چې ګواکې په ۲۰۱۹ کال د یوه وزیر په دفتر کې پرې جنسي تېری شوی او د دې لپاره تر فشار لاندې وه چې په دې اړه څه ونه وايي.
مېرمن هېګنېز نن د پارلمان مخې ته زرګونو راټولو شویو کسانو ته خبرو کې وویل:
“د اسټرالیا په ټولنه کې له ښځو سره جنسي زورزیاتی په وحشتناک ډول منل شوی دی. زما کیسه یوازې د دې لپاره [د ورځپاڼو دخبرونو ]په لومړۍ پاڼه کې وه چې دا ښځو ته یوه دردناکه یادونه وه چې که دغه کار پارلمان کې ممکن دی – بل هر ځای کې کېدای شي.”
اعتراض کوونکي داسې انګېري چې د جنسي ځورونو تورنو ته د حکومت غبرګون کافي نه دی.
لاریونونو کې څه وشول؟
دغه اعتراضي لاریونونه چې د عدالت نوم ورکړ شوی نن دوشنبه د کانبېرا، سیډني او مېلبورن په ګډون د اسټرالیا د ۴۰ سترو او کوچنیو ښارونو له مرکزونو پیل شول.
سازمانوونکي یې وايي “دا ښايي د اسټرالیا په تاریخ کې د ښځو تر ټولو ستر پاڅون وي.”
ډېرو لاریونوالو اعتراضي پلاکارډونه لېږدول او تورې جامې یې په تن کړې وي.
مېلبورن کې اعتراض کوونکو یو اوږد نوملړ را ایستلی و چې تېره لسیزه کې د جنسیتي زورزیاتي په لړ کې د وژل شویو ښځو نومونه پرې لیکل شوي وو.
کانبېرا کې بیا لاریونوالو قانون جوړونکو ته له ۹۰ زرو د ډېرو کسانو لخوا لاسلیک شوی غوښتنلیک وسپاره چې پارلمان کې د جنسیتي چلن په اړه د حساب او ډېر کار غوښتنه په کې شوې ده.
دوی دا راز د لوی څارنوال د ګوښه کېدو غوښتنه هم رامخ ته کړې.
پولیسو د ښاغلي پورټر خلاف خپله دوسیه تړلې، خو نور پر هغه د لګېدلو تورونو په تړاو جلا څېړنې غواړي.
د حکومت غبرګون څه دی؟
لومړي وزیر سکاټ موریسن لاریونوالو سره له لیدو انکار کړی دی.
هغه تېره ورځ د ښځو یو پلاوی د لیدو لپاره پارلمان ته ورغوښتی و، خو د لاریونونو سازمانوونکو دا غوښتنه رد کړه او ټینګار یې پر دې و چې لومړی وزیر او د ښځو د چارو وزیره یې باید بهر ورسره وګوري.
د دغو اعتراضونو یوې سازمانوونکې جانین هېندري نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي: ” د پارلمان تر دروازې ورغلي یوو اوس باید حکومت ګام واخلي. موږ ورسره د تړلو دروازو تر شا نه ګورو.”
که څه هم د اپوزیسیون د کارګر ګوند او ځینې نور مخکښ قانون جوړوونکي(د پارلمان غړي) کانبېرا کې لاریونوالو سره یو ځای شوي خو ډېرو حکومت پلوه قانون جوړونکو اعتراضونو سره د یو ځای کېدو غوښتنه رد کړې ده.
په دغو لاریونونو کې له حکومت بهر د هر عمر مېرمنو برخه اخیستې ده.