تازه خبرونه

اسټرالیایی پروفیسور جبرئیل عمر په کابل کې مړ شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټیموتي ویکس اسلامي امارت ځواکونو په وروستیو کلونو کې نیولی و؛ خو له څه مودې وروسته د بندیانو په تبادله کې خوشې شو او بیا يې اسلام قبول کړ او خپل نوم یې له ټیموتي ویکس څخه جابرئیل عمر ته بدل کړ.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۳

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د اسټرالیایي پروفیسور ټیموتي ویکس( جبرئیل عمر ) ، چې په افغانستان کې یې ژوند کاوه له مړېنې خبر ورکړ او پر ​​مړېنه یې خواشیني څرګنده کړه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټیموتي ویکس اسلامي امارت ځواکونو په وروستیو کلونو کې نیولی و؛ خو له څه مودې وروسته د بندیانو په تبادله کې خوشې شو او بیا يې اسلام قبول کړ او خپل نوم یې له ټیموتي ویکس څخه جابرئیل عمر ته بدل کړ.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې، هغه له ډېرې مودې راپدېخوا د سرطان پر ناروغۍ اخته و او د چهارشنبې پر ورخ( د مرغومي نولسمه) د کابل په خپل استوګنځي کې مړ شو.

د یادونې ده، چې جبرئیل عمر په کابل کې د انګلیسي ژبې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

Trending

Exit mobile version