سیمه ییز خبرونه
اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم له شعار سره كمپاين پېل كړ
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
ډاكتر اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم له شعار سره خپله ټاكنيزه مبارزه پېل كړه. د ښاغلي احمد زي په وېنا په افغانستان كې قضا جدي اصلاح ته اړتيا لري.
د ولسمشرۍ د كانديدانو د رسمي ټاكنيزو منډو ترړو پېل په ځانګړو غونډو او محفلونو وشو.
د ولسمشرۍ كانديد ډاكتر اشرف غني احمدزى وايي، كه ولسمشر شي، په قضايي سيستم كې به ژور اصلاحات راولي.
هغه ټينګار وكړ، چې د ټاكنو په بهير كې د افغان ولسمشر حامد كرزي بې طرفي د ټاكنو د شفافيت لپاره مهمه ده.
د كابل او واشنګټن امنيتي تړون بله هغه مسئله ده، چې ښاغلي اشرف غني يې پر لاسليك ټينګار وكړ او زياته يې كړه، چې دا تړون د افغانانو غوښتنه ده.
د ولسمشرۍ لپاره يوولس كانديدان هر يو ځانګړى شعار لري، اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم له شعار سره كمپاين پيل كړ.