1393ټاكنې

اشرف غني احمدزی: دوهم پړاو ټاكنو كې به په ډېر قوت سره ګډون وكړم

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشریزو ټاکنو دوهم مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمد زی، د ټاکنو دوهم پړاو تلو ته چمتو دی او ټينګار کوي، چې ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو کې به په ډېر قوت ګډون وکړي.

اشرف غني احمدزی ټیګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په ترسره کولو کې ډېرې نیمګړتیاوي لرلې، چی دغه نيمګړتیاوې باید ومني.

نوموړي زیاته کړه، چې که شکایتونو ته سمه رسيدګی شوې وای، نو د دواړو مخکښو نوماندانو تر منځ به واټن ډېر لږ وو.

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلام وروسته ډاکټر اشرف غني احمدزی د ۳۱ اعشاریه پنځه سلنې رایو تر لاسه کولو وروسته دوهم مخکښ نوماند شو.

همدارنګه ډاکټراشرف غنی احمدزی وایي، له لمړي مخکښ نوماند سره ائتلاف یعنې د خلکو د رایو په سر معامله به هېڅکله هم ونه مني.

نوموړی وایي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي او هغه لوړ پوړي دولتي چارواکي، چې د ټاکنو په لمړي پړاو کې یي درغلۍ کړې باید له دندو ګوښه شي.

هغه وایي، چې د ټاکنو د دوهم پړاو ګټونکی دی، او زیاتوي، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ټیم باید د ټاکنو منډو ترړو دوهم پړاو ته له ځانګړو برنامو سره راشي.

Trending

Exit mobile version