1393ټاكنې

اشرف غني احمدزی: د ټاكنو وروستۍ پايله بايد د پاكو او ناپاكو رايو له بېلولو وروسته اعلان شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

اشرف غني احمدزى د وري د شپاړسمې ټاكنو كې د خپل ټيم پر بريا باور لري. ښاغلي غني د پنځوس سلنه رايو د پايلو له اعلان يوه ورځ وروسته اعلام وكړ، چې شمېرل شوې رايې د بدلون وړ دي او بايد له درغليو ډكې رايې باطلې اعلام شي.

اشرف غني احمدزي د ټاكنو خپلواك كميسيون د شمېرو له مخې د دويم پړاو ۴۹ اعشاريه ۶۷ فيصده قسمي پايلو په نتيجه كې يې ټولې يو ميليون سل زره رايې، چې ۳۳ اعشاريه دوه فيصده كېږي، ګټلي او د ليكې دويمه شمېره يې خپله كړې ده.

ښاغلى غني په ټاكنو كې پر خپلې بريا ډاډ څرګندوي.

د اشرف غني احمدزي په وېنا، پايلې بايد هغه وخت اعلان شي، چې د رايو وركوونكو د رايو په منځ كې توپير روښانه شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون رئيس اعلام شوې پايلې د پاكو رايو د شمېر پايله بولي، خو ښاغلى غني پدې اړوند بل ډول ليدلورى لري.

له اشرف غني احمدزي څخه دغه راز د ائتلافي حكومت د احتمالي تشكيل په اړوند پوښتنه وشوه، خو پدې برخه كې يې د خپل ټيم هرډول مذاكره رد كړه.

همدارنګه د ولسمشرۍ كانديدان داوود سلطان زوى او هدايت امين ارسلا هم د ولسمشرۍ د اعلام شويو قسمي پايلو په باب سختې نيوكې كوي.

دوى وايي، چې دا قسمي پايلې دوى ته د منلو وړ ندي.

په داسې حال كې، چې د يكشنبې په ورځ ( د وري ۳۱ ) د ولسمشرۍ ټاكنو قسمي پايلې د پنځوسو فيصدو شمېرل شويو رايو پر بنسټ اعلان شوې، خو ځيني هغه كانديدان، چې د ليست د ترتيب له مخې يې كمې رايې وړي دي، د ټاكنو پر دواړو كميسيونونو نيوكه كوي او وايي، چې په ټاكنو كې درغلۍ كوي.

د ولسمشرۍ دغه دوه كانديدان اعلان شوې قسمي پايلې شفافي نه بولي.

Trending

Exit mobile version