تازه خبرونه

اشرف غني: افغانستان د نورو د دسيسو په وړاندې کمزوری نه دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر وايي چې حکومت په پوره زړوتیا سره په هېواد کې د نورو د لاسوهنو او د افغانانو تر منځ د تربګینو او اختلافونو د پیدا کولو، جګړو او دسیسو په خلاف ولاړ دی او هېڅ هېواد ته به امتیاز ورنه کړي.

د افغانستان د عالمانو شورا ريیس وویل چې وسله وال مخالفین د جګړې له پاره هېڅ دلیل نه لري او د ټولو اسلامي اصولو خلاف جګړه کوي. د ده په ټکو افغان ځواکونه د دغو وسله والو په خلاف سپېڅلی جهاد کوي.

د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف وویل چې د افغانستان په خلاف د جهاد له دوران څخه لا تر اوسه دسیسې روانې دي او اوس هم د ده په وینا د افغانستان دښمنان غواړي د جګړې له لارې هدف ته ځان ورسوي. ده وویل چې له ټولو هېوادونو سره به د هېوادنیو ګټو په بنسټ مذاکراتو ته دوام ورکوي او هېچا ته به د افغانستان د ګټو خلاف امتیاز ورنه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غنی وايي: ” افغان حکومت هېڅ وخت حاضر نه و چې چاته امتياز ورکړي او زموږ پنځه زره کلن تاريخ د معاملې تاريخ نه دی، زموږ ټولې خبرې اترې د اصولو له مخې وې. موږ جګړه نه غواړو، که څوک زموږ په وړاندې ودرېږي نو په سوک سره يې په خوله وهو او دښمن مو هڅه کوي چې د افغانانو تر منځ تفرقه خپره کړي.”

په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې وسله وال طالبان د هغو پخوانیو حکومتونو وارثین دي چې د کلتوري او اسلامي اصولو خلاف د خلکو پر خلاف درېدلي وو.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش زياتوي: ” طالبان د خلقي او پرچمي حکومتونو وارثين دي او د هغوی روحيه لري چې تل د اسلامي او ملي فرهنګ په وړاندې درېږي او فعالیت کوي.”

د افغانستان د عالمانو د شورا رییس د افغان ځواکونو جګړه جهاد او د ده په ونیا د اورپکو جګړه د ټولو شرعي موازینو خلاف ده.

د افغانستان د عالمانو د شورا ريیس مولوی قیام الدین کشاف وايي:” د اسلامي حکومت چې خلک يې هم مسلمان وي په وړاندې جهاد کول جواز نه لری او د دولت د مخالفينو فعاليتونه د ټولو اسلامي موازينو خلاف دي، زموږ امنيتي ځواکونه په حقه دي، دوی د حق پلوي دي او د قاطع اکثريت خلکو ملاتړ ورسره دی.”

د ملي یووالي د حکومت رهبران په حکومت کې د ستونزو په منلو سره ټينګار کوي چې په ټول توان به د بهرنیو دسیسو او د افغانستان د پرمختګ د مخنیوي د پلانونو د شنډولو له پاره د ډال په توګه ودرېږي.

Trending

Exit mobile version