تازه خبرونه

اشرف غني او عمران خان د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې تاوتریخوالی د اوسني وضعیت ځواب ندی.

ولسمشر غني کابل ته د عمران خان سفر یو تاریخي سفر یاد کړ او وایي، چې د افغانانو غوښتنه هر اړخیز اوربند او د دواړو هېوادونو تر منځ د غوره اړیکو غزول دي.

د پاکستان لومړي وزیر هم په دې ګډې خبري ناسته کې ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپلې هڅې ګړندي کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ډاګه کړې، چې کابل ته زما د سفر موخه د دواړو حکومتونو تر منځ باور رامنځته کول او د اړیکو غزول دي.

عمران خان په پوره ټینګار څرګنده کړه، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او د سولې خبرو اترو لپاره د ډاډ وړهڅې تر سره کړي.

د عمران خان د څرګندونو له مخې: د افغانستان خلک سوله غواړي؛ ځکه له تېرو څلور لسیزو راپدیخوا یې بېلابېل کړاوونه ګاللی دی.

عمران خان زیاته کړې؛ د افغانستان سوله له سیمه ییزې اقتصادي ودې او پراخو اړیکو  سره تړاو لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د قطر له خبرو سره سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه اوس هم لوړه ده.

د خان په وینا؛ د پولې دواړو خواوو خلک سوله غواړي او له همدې کبله به پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هر ډول هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یوې معتبرې سرچینې آریانا نیوز ته منلې؛ د قطر په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو په بهیر کې پرمختګ شوی دی.

Trending

Exit mobile version