تازه خبرونه
اشرف غني خپله د سولې درې پړاویزه طرحه په ډاګه کړه
ولسمشر اشرف غني خپله د سولې درې پړاویزه طرحه د افغان سولې د لارې نخچه تر سرلیک لاندې وړاندې او په داګه کړه.
د ولسمشر غني په څوارلس پاڼیزه طرحه کې د سولې لپاره درې برخې؛ سیاسي هوکړه، د سولې حکومت جوړیدل / دولت جوړونه او بازار رامنځته کول وړاندې شوي دي.
ولسمشر غني د چارشنبې پر ورځ په ارګ کې یو شمېر حکومتي چارواکو ته د افغان سولې لپاره د امریکا د طرحې پر وړاندې خپله د سولې بدیله طرحه وړاندې کړه.
د ولسمشر اشرف غني د سولې طرحې د درې واړو برخو جزئیات دادي:
الف: سیاسي هوکړه
۱- د سولې پر مطلوب حالت هوکړه.
۲- د نړیوالو تر څارنې لاندې پر اوربند هوکړه.
۳- د سولې حکومت پر اصولو هوکړه.
۴- د سولې نړیوال او سیمه ییز ضمانت او له ترهګرۍ سره مبارزه.
۵- د لویې جرګې لخوا د پورتینو څرګندونو منل
ولسمشر اشرف غني دا ټینګار هم په ډاګه کړی، چې : ماته د نظام شتون اړین دی نه د فرد.
د ولسمشر د سولې د طرحې په دوه یمه برخه کې د سولې پر حکومت ټینګار شوی دی.
ب- د سولې حکومت
۱- مطلوب حالت ته د رسیدو لپاره د عملي ستراتیژۍ جوړول.
۲- د اساسي قانون حاکمیت او عملي کول.
۳- د حکومتولۍ او پراختیا پروګرامونه.
۴- امنیت، اوربند او له ترهګرۍ سره مبارزه.
۵- د ټاکنو تر سره کولو
او د طرحې په درېیم پړاو کې د سولې رامنځته کول، دولت جوړونه او بازر جوړونه ده، چې په کې پر لاندې برخو ټینګار شوی دی.
۱- د اساسي قانون چوکاټ.
۲- سیاسي هوکړه.
۳- د کورني بیځایه شویو او کډوالو ځای په ځای کول.
۴- امنیت.
۵- د پراختیايي پروګرامونو لپاره د حکومت لومړیتوبونه.
ولسمشر اشرف غني ویلي: د څلوېښت کلن تاوتریخوالي پای ته رسول مو موخه ده؛ نه هغه سوله، چې په هېواد کې د بلې جګړې پیلیزه وي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په طرحه کې د انتقالي حکومت یادونه نده شوې.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: دا طرحه د ولسمشر خپله خبره ده او خپله ګټه یې په کې ډېره ده.
د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پر طرحې سربېره لږ تر لږه دېرش نورې حرحې د ملي پخلاینې شورا د ۱۵ کسیزې کمېټې تر کتنې لاندې نیول شوې دي.
د مصالحې عالی شوری دا کمېټه هڅه کوي، چې دا طرحې چاڼ او د استانبول غونډې ته ترې د حکومت او جمهوریت له پتې واحده طرحه جوړه کړي.