تازه خبرونه

اشرف غني د امنیت ارزونې او مشورو په اړه کندهار ته سفر کړی

Published

on

ولسمشر اشرف غني نن پنجشنبه سهار کندهار ته د یو ورځني سفر کندهار ولایت ته سفر کړی؛ هلته به د دې ولایت امنیتي وضعیت و ارزوي او له ځایې چارواکو سره به د سولې بهیر په اړه مشورې تر سره کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویليو چې ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته تللی، چې ورسره په د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، امنیتي سلاکار حمدالله محب او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي  مله دي.

کندهار ته په رسیدو  اشرف غني په احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کې له سیمه ییزو چارواکو، مشرانو او مخورو سره ولیدل.

ارګ زیاته کړې، چې ولسمشر به د دې سفر په بهیر کې د مشرانو، مخورو، علماوو او د ښځو، ځوانانو ، مدني ټولنې، سوداګرو او نورو سکتورونو له استازو سره هم وګوري؛ د امنیت او سولې په اړه به د دوی نظریات او وړاندیزونه هم واوري.

دغه سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې په کندهار ښار کې هم خلک له ناامنیو اندېښمن شوي دي.  

Trending

Exit mobile version