تازه خبرونه
اشرف غني د تېښتې پر مهال میلیونونه ډالر وړي – د غني پخوانی ساتونکی
د پخواني ولسمشر اشرف غني د ساتونکیو مشر ادعا کړې، چې اشرف غني له افغانستان څخه د تېښتې پر مهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړي دي.
د اشرف غني د ساتونکیو مشر برید جنرال پیراز عطا شریفي ویلي، چې هغه د پېښې ویډیوي ثبوت هم لري.
د بریټانیا ډیلي میل رسنۍ سره په یوه مرکه کې برید جنرال پیراز عطا شریفي ویلي، چې هغه د ډېرو پیسو د لېږد لیدونکی دی او یو ویډیوي کلیپ هم لري.
برید جنرال پیراز عطا شریفي زیاته کړې؛ زه یوه ثبت شوې ویډیو لرم، چې ښیي د افغانستان بانک یو کس غني ته له تګ مخکې پیسې راوړي.
هغه زیاته کړې: په څو بکسونو کې سلګونه میلیون ډالر یا میلیارډونه ډالر ځای پر ځای شوي وه، چې خورا ډېر درانده ول.
د اشرف غني دې پخواني ساتونکي زیاته کړې، چې هغه ناهیلی دی، چې له غني سره یې مینه درلوده او زیاتوي، چې دا پیسې د تبادلې له بازار څخه راوړل شوې وې.
شریفي زیاته کړې؛ هره پنجشنبه د همدې موخې لپاره ډالر راوړل کیدل او اشرف غني ترې اخیستې. هغه پوهیده، چې څه پېښیږي؛ نو په پای کې یې ټولې پیسې له ځانه سره واخیستې او وتښتید.
دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني له دې مخکې په یوه ویډیو وینا کې د پیسو لېږدول رد کړي او ویلي یې دي، چې له څپلکو او یوې جوړې جامو سره له افغانستان وتلی دی.
د زمري پر ۲۴ او د اګست پر ۱۵ له هغې وروسته، چې اشرف غني له افغانستان څخه پر تېښته بریالی شو؛ داسې راپورونه خپاره شول، چې اشرف غني ۱۶۹ میلیون ډالر له ځان سره وړي دي.
تېره ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سپکو د امریکا ولسي جرګې ته ویلي؛ د هغو ادعاوو په اړه څېړنه کیږي، چې اشرف غني میلیونونه ډالر وړي دي.