تازه خبرونه

اشرف غني د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د قطر له امیر سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۳۹۹)

افغان ولسمشر اشرف غني او ورسره پلاوي یې نن له غرمې مخکې په دیوان امیري کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ولیدل او د افغانستان او قطر د اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکاریو او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې تر سره شوې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ګډې هڅې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لامل شي.

هغه ولسمشر ته ویلي، چې تر دې ځایه ستاسې پر هلو ځلو راورسېدو او له دې وروسته به هم ستاسې پر لارښوونه او رهبرۍ نورو ښو پایلو ته هم ورسېږو.

د قطر امیر ویلي؛ مونږ ته دوه اړخیزې اړیکې او مناسبات ډېر اړین دي او د دې وخت رارسېدلی، چې دواړه هېوادونه د دوه اړخیزه اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړي او یو ګډ پلاوي به پرې ګډ کار وکړي.

دغه راز ولسمشر غني ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو او همکاریو ته آسانتیاوې رامنځته وکړو.

همدارنګه ولسمشر په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو په اړه هم د قطر امیر ته معلومات ورکړل.

ولسمشر ویلي؛ مونږ غواړو، چې د خپلو محصولاتو لپاره په قطر کې بازارونه پیدا کړو او همدارنګه د طبیعي ګازو، کانونو، د نوښت وړ برښنا په برخو کې د پانګونو غوښتونکي یو.

هغه زیاته کړې، اوس د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره مونږ ښې اړیکې لرو او پر خپلو بندرونو پانګونه کوو.

د قطر امیر ویلي؛ خپلو اړوند مسوولینو ته به دنده وسپاري، چې د سیاسي او اقتصادي همکاریو په برخو کې له افغان لوري سره ګډ او عملي کار پیل او په دې اړه کاري پلاوی او تخنیکي کمېته وټاکي.

ویل کیږي، چې ولسمشر غني د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له تود هرکلي او د خپلمنځي خبرو د پلاوي له کوربتوب مننه کړې ده.

Trending

Exit mobile version