تازه خبرونه

اشرف غني د فنلند له استازي سره د جینوا د راتلونکي کنفرانس په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۳۹۹)

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د جینوا کنفرانس لپاره د فنلند له ځانګړي استازي یان تالاس سره وکتل.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې: په دغه کتنه کې، چې په ارګ کې تر سره شوې؛ یان تالاس د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس د چمتووالي په اړه، چې د روان میلادي کال د نومبر له ۲۳ څخه تر ۲۴ نېټې پورې جوړېږي، ولسمشر ته معلومات ورکړل.

د جینوا کنفرانس لپاره د فنلند ځانګړي استازي ویلي، نړیوالې ټولنې په دغه کنفرانس کې د ګډون، د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ او له افغانستان سره د راتلونکیو څو کلونو لپاره د مالي او سیاسي تعهداتو د اعلان په موخه، خپل چمتووالي ښودلی دی.

ولسمشر غني له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مالي او سیاسي مرستو مننه کړې او وایي، چې له نړیوالې ټولنې سره زمونږ اړیکې ستراتېژیکي دي او موخه یې د افغانستان هوساینه، پرځان بسیاینه، انکشاف او سوله ده.

Trending

Exit mobile version