تازه خبرونه
اشرف غني د لنډمهالي حکومت پر ځای له وخت مخکې ټاکنې غوره بولي
د افغان دولت دوه لوړپوړیو چارواکو رویټرز آژانس ته ویلي، چې ولسمشر غني د ترکیې په ناسته کې مریکا ته د له وخت مخکې ټاکنو د تر سره کولو طرحه سپاري.
د افغانستان په اړه د استانبول ناستې په درشل کې دوه افغان چارواکو رویټرز آژانس ته ویلي، چې ولسمشر غني په شپږ میاشتو کې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کېدو طرحه امریکا ته سپاري.
دا دوه چارواکي، چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي وایي؛ دا طرحه به د استانبول د ناستې پر وخت د ولسمشر غني لخوا د امریکا د طرحې پر ځای مطرح شي.
رویټرز د دې دوه افغان چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د دې طرحې له مخې به له طالبانو سره د اوربند پر شرط په شپږ میاشتو کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.
رویټرز آژانس د دې دوه افغان چارواکو له خولې څرګنده کړې، چې دا طرحه به په دې صورت کې د استانبول په ناسته کې مطرح شي چې طالبان هم پر اوربند هوکړه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي؛ د دوحې په خبرو کې ښه پرمختګونه شوي دي. د دوحې خبرو د پرمختګ لپاره مسکو مرسته کړې او ترکیه د دې خبرو د بشپړولو لپاره بل غوراوی دی.
حنیف اتمر په نوي ډيلي کې د هند د ژمنې اخیستو هڅې کړي.
هند ویلي، چې د استانبول په ناسته کې ګډون کوي.
د هند رقیب پاکستان هم په دې ناسته کې ګډون ته چمتووالی نیولی دی.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي؛ پاکستان په تېرو څو کلونو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې کړي دي. زمونږ هېواد به د استانبول په ناسته کې هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې، چې د استانبول ناسته د اپرېل میاشتې په دوه یمه اوونۍ کې جوړه او د ملګرو ملتونو لخوا به په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو استازي په کې ګډون وکړي.