تازه خبرونه

اشرف غني له خپلې کورنۍ سره په اماراتو کې میشت شوی

Published

on

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر له خپلې کورنۍ سره په دې هېواد کې میشت شوی دی.

سرچینې په ډاګه کړې، چې د وی د “بشردوستانه” دلیلونو له مخې ګوښه شوی ولسمشر اشرف غني او د هغه کورنۍ منلې ده.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت تائیدوي، چې متحده عربي اماراتو د بشردوستانه دلایلو له مخې اشرف غني او د هغه کورنۍ ته پناه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني د یکشنبې پر ورځ د زمري پر ۲۳ له افغانستان څخه وتښتېده او په هېواد کې یې د قدرت خلا رامنځته کړه، چې څو ګړۍ وروسته بیا طالبان پر کابل واکمن شول او تر دې دمه د غني د تښتیدو ځای ناڅرګند ساتل شوی و.

Trending

Exit mobile version