تازه خبرونه
اشرف غني له زلمي خلیلزاد سره له لیدو ډډه کړې
دوحې ته د خپلمنځي خبرو د حکومتي او طالب پلاوي له رسیدو سره سم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راورسېد او له یو شمېر سیاسي شخصیتونو لکه حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، د ملي پخلاینې عالی شورا د مشرعبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار او باندنیو چارو وزیر سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ویلي؛ تېره ورځ د باندنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار او د امریکا سفارت چارسمبالي په یوه ګډه ناسته کې ولیدل او په دوحه کې یې د سولې د دوه یم پړاو خبرو د پیلیدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ملي پخلاینې عالي شورا یو غړي ويلي، چې خلیلزاد د لنډمهاله حکومت له زیري سره کابل ته راغلی و او له همدې کبله ولسمشر اشرف غني ورسره له لیدو ډډه کړې.
د ملي پخلاینې عالي شورا سلاکار سید اسحاق ګیلاني ویلي؛ د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د لنډ مهاله حکومت له زیري سره کابل ته راغلی، چې د افغانستان خلکو ته ښه زیری ولري؛ خو ولسمشر اشرف غني ورسره له لیدنې ډډه وکړه.
په عامه چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار جمعه خان اڅکزي ویلي: ولسمشر په حکومت کې پر یو لړ کارونو بوخت دی؛ زلمي خلیلزاد د ملي امنیت له سلاکار، بهرنیو چارو وزیر او د چارو ادارې له مشر سره لیدلي او د خلیلزاد زیری به ولسمشر ته وړاندې کړي.
له دې مخکې د خبرو اترو یوه غړي هم ویلي وه، چې د بل پړاو خبرې به د ځواک او واک پر وېش راڅرخي، چې کېدی شي په هېواد کې د ځواک او واک په جوړښت کې بدلون رامنځته شي.
