1393ټاكنې

اشرف غني پخپل سيال عبدالله عبدالله د ځانمرگى بريد غندنه وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ته نوماند داكتر اشرف غني احمدزي د جمعې په ورځ( د غبرگولي ۱۶) په كند هارولايت كې ولسمشرۍ ته پر نوماند داكتر عبدالله عبدالله تر سره شوى تروريستي بريد په كلكو ټكو وغانده او د ده لپاره يې د اوږده عمر غوښتنه وكړه.

د وينا والو په وينا، دوى ښاغلي احمدزي ته د قوم او ژبې پر بنسټ نه، بلكې د يوه افغا ن په صفت رايه وركوي.

ښاغلي اشرف غني خپلو پلويانو ته ډاډ وركړ، چې واك ته په رسيدو به له نورو برخو سره سم د ښځو مقام ته هم ځانگړې پاملرنه كوي.

د غونډې ويناوالو له ښاغلي اشرف غني احمد زي څخه خپل ملاتړ څرگند كړ له نوموړي يې غوښتنه وكړه، چې په ټول هېواد كې په يو ډول د پوهنې د كچې لوړوالي، اقتصادي پياوړتيا او د ملي وحدت په ټينگولو كې بشپړ كار وكړي.

د يادونې وړ ده، چې ولسمشرۍ ته نوماند داكتر عبدالله عبدالله له ځانمرگي بريد روغ رمټ وتى دى. كه څه هم په دې بريد كې د نوموړي د كمپياين مخكښ غړي زيانمن شوي نه دي، خو ۶ ښاريان په كې وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version