تازه خبرونه
اشرف غني په مشروط بڼه د انتقالي حکومت له طرحې ملاتړ کړی
ولسمشر اشرف غني غني په یوه لیکنه کې په ډاګه کړې، چې افغان لوري له یوه اوربند وروسته کولی شي، چې د سولې په ناسته کې د انتقالي حکومت په اړه خبرې او پرېکړه وکړي.
ولسمشر غني فارین آفریس ته د خطر شېبه او د افغانستان فرصت تر سرلیک لاندې لیکنه کې د لومړي ځل لپاره د انتقالي حکومت له طرحې ملاتړ کړی دی.
اشرف غني په دې لیکنه کې څرګنده کړې، چې د اوربند د ټینګښت په صورت کې افغان لوری کولی شي د انتقالي حکومت په اړه د سولې په ناسته کې خبرې وکړي.
نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له لیدو وروسته ویلي، چې سترې پرېکړې به خپله افغانان کوي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد ویلي، چې زلمي خلیلزاد له دوی سره په لیدنه کې د سیاسي اجماع پر جوړېدو ټینګار کړی او په ډاګه کوي، چې له طالبانو سره د واشنګټن خبرې د استانبول په ناسته کې د دې ډلې د ګډون په اړه هیله بښوونکې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ طالبانو د دوحې او ترویکا په ناستو کې ویلي، چې که خلک د امارت مخالف وي؛ دوي به یې پر بېرته را ستنېدو ټینګار ونکړي.
خلیلزاد له کابل وروسته تاجکستان ته تللی دی.
د امریکا سفارت ویلي، چې نوموړي له سیاسیونو او حکومتي مشرانو سره په کابل کې د لیدنې پر مهال ټینګار کړی، چې نړۍ نه غواړي طالبان له پوځي لارې واک ته ورسيږي.
سرچینې په ډاګه کوي، چې د امریکا او طالبانو خبرې اترې د جولای له څلورمې پیلیږي، چې تر اتمې به روانې وي او په کې به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر بشپړ وتو خبرې وشي. ښایي، چې د استانبول ناسته د جون پر لومړۍ نېټه وشي او طالبان هم په کې ګډون وکړي.