لوبی
اصغر افغان له کرکټ ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني غړي اصغر افغان، چې پخوا یې استعفا کړې وه؛ نن (یکشنبه د لړم ۹) یې د نامیبیا ملي لوبډلې سره له بریالۍ لوبې وروسته په رسمي توګه له ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه.
اصغر افغان پخپله فیسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې، چې ویلي یې دي: د کرکټ ملي لوبډلې پریښودل ورته ګران دي؛ خو غواړي ځوانانو ته د لوبېدو چانس ورکړي.
اصغر افغان او د هغه ورور کریم جنت وروسته له هغې تر نیوکې لاندې راغلل، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ۵ ویکټو کې لوبه بیلوله.
اصغر افغان نن د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د نامیبیا پر وړاندې د لوبې پرمهال ۳۱ بریالۍ منډې جوړې کړې او له لوبې وروسته یې الوداع وویل.
د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې د اصغر افغان پرېکړه د درناوي وړ ده او هېواد ته یې له تر سره کړیو خدمتونو مننه کوي.
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.
www.helpafg.org
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:
info@bayatfoundation.org