سیمه ییز خبرونه
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له پامه غورځول شوی دی
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره ( نى ) وايي، چې را روانو ولسمشريزو ټاكنو او له امريكا سره امنيتي تړون ته د افغان دولت د زياتې پاملرنې له كبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له پامه وغورځول شي.
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) رئيس مجيب خلوتګر وايي:
په تېرو لسو كلونو كې ځينو كړيو هڅې كړې دي، چې معلوماتو ته د لاسرسي د قانون د تصويب مخه ونيسي.
د افغانستان په اساسي قانون كې هم معلوماتو ته د لاسرسي د قانون په اړوند يادونه شوې ده.
د نى مسئولين همدارنګه وايي، چې د اطلاعاتو او كلتور او عدليې وزارتونو معلوماتو ته د لاسرسي د قانون طرحه وروستۍ كړې خو را روانو ټاكنو او امنيتي تړون ته د زياتې پاملرنې له كبله دغه تړون له تصويبه پاتې دى.
د نى ادارې مسئولين زياتوي په داسې حال كې، چې مخكې به په نا امنو سيمو كې د خبريالانو سره تاوتريخوالي كېده، خو اوس دغه تاوتريخوالى عام شوى دى او په هر ځاى كې خبريالان ور سره لاس او ګريوان دي.
دوى د بېلګې په توګه په تخار، بلخ، هرات او كابل كې له خبريالانو سره د امنيتي مسئولينو د تاوتريخوالیو يادونه كوي او زياتوي، چې دا تاوتريخوالي اويا په سلو كې امنيتي سرتېري كوي.
د نى ادارې د چارواكو په وېنا كه ستونزې حل نه شي ښايي د بيان او وېنا د ازادۍ په برخه كې شوي پرمختګونه له منځه ولاړ شي.
