سیمه ییز خبرونه

افغانانو ته د مسووليتونو د ليږد رهبري د ملي امنيت شورا ته وسپارل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر حامد كرزي د لوړپوړيو افغان پوځيانو په ناسته كې د امنيتي بهير د ليږد مسووليت د افغانستان د ملي امنيت شورا ته وسپاره.

له دې وروسته به د امنيت ملي شورا د ۲۰۱۴م كال تر پايه د ليږد پېنځم بهير رهبري كوي.

په تېرو څلور پړاوونو كې د افغانستان د څه نا څه ۹۰ سلنې خاورې امنيتي مسووليت له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته ليږديدلى او داسې وړاندوينه شوې، چې د دغه بهير په ترسره كيدو به د ټول هېواد امنيتي مسووليتونه افغانانو ته سپارل كيږي.

د سياسي چارو كارپوه شاه حسين مرتضوي وايي: سره له دې، چې افغان ملي ځواكونه لاسته راوړنې لري؛ خو بيا هم په افغانستان كې ناامنۍ مخ په پراخيدو دي.

د ولسي جرگې غړى نقيب الله فايق وايي: په دې پړاو كې بايد د ليږد بهير په سمه توگه مديريت شي.

د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهير په ۲۰۱۱م كال كې له باميانو پيل شوى، چې ټاكل شوې د دغه بهير پېنځم پړاو به د كندهار، ننگرهار، خوست او پكتيكا په ولسواليو كې د ۲۰۱۴م كال تر پايه بشپړ تر سره شي.

Trending

Exit mobile version