تازه خبرونه

افغانانو د شنبې پر ورځ خپلمنځي خبرې پیل کړې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۳۹۹)

د افغانانو خپلمنځي خبرې نن شنبه  د تلې  پر ۲۲ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له څو میاشتني ځنډ وروسته پیل شوې.

د افغانانو د خپلمنځي خبرو پرانسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وکړه  او ورپسې د ملي پخلاینې عالی شورا مشرعبدالله عبدالله وینا وکړه.

 عبدالله عبدالله وویل، چې د حکومت د خبرو اترو پلاوی دوحې ته د دې لپاره راغلی، چې له طالبانو سره د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

هغه وویل: د افغانستان د خلکو د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتل او پراختیا د داسې نظام په جوړولو کې مرسته کوي، چې په کې د تېرو څلورلسیزو په اوږدو کې د هېواد د خلکو بې سارې هڅې، جهاد او مقاومت ارزښتونه خوندي پاتې شي.

هغه زیاته کړې، چې افغان پلاوی یو قانوني او ثبات لرونکی نظام غواړي.

عبدالله ویلي؛ روانه جګړه ګټونکی نلري؛ خو د خلکو په غوښتنه سیاسي حل بایلونکی نلري.

عبدالله زیاته کړه، چې د طالبانو او امریکا له هوکړې وروسته ۱۲۰۰۰  افغانان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه له طالبانو سره د ستونزو په اړه څرګنده کړې: مونږ د سولې لپاره له خپلو زندانونو په ډېر شمېر بندیان خوشې کړي او مونږ له طالبانو هم مننه کوو، چې حکومتي بندیان یې خوشې کړي دي.

دغه راز عبدالله عبدالله له طالبانو سره د بشري اوربند غوښتنه کړې او څرګندوي؛ مونږ تاوتریخوالی بند کړی او له اوربند سره هوکړه کوو.مونږ بشردوستانه اوربند غواړو.

هغه په پای کې ویلي؛ زه باور لرم، چې که مونږ یو او بل ته د ورورۍ، رښتینولۍ او له درناوي ډک لاسو ورکړو؛ نو دغه رامنځته شوې شېبه به د ټول هېواد د ثبات او تلپاتې سولې لامل شي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر ویلي، چې دوی به په ښه نیت خبرې پیل کړو؛ خو ټینګار یې کړی، چې باید په افغانستان کې یو اسلامي نظام رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نورو هېوادونو استازیو او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د نن ورځې پرانستونکې ناسته ستایلې  او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې د سولې راوستو له دغه رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي.

Trending

Exit mobile version