سیمه ییز خبرونه

افغانانو د كمكي اختر مراسم په نسبي امنيت كې پيل كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

سږكال  په كابل او نورو ولايتونو كې د اختر مراسم د تېرو كلونو په پرتله د امن فضا كې تر سره شول.

په كابل كې كمكى اختر په پراخو امنيتي تدابيرو كې پيل شو، د كابل اوسيدونكيو وروسته له دې، چې د اختر لمونځ ادا كړي، خپلو كورونو ته ځي او بيا  د نژدې دوستانو كورونو ته ځي، چې هغوي ته د اختر مباركي وركړي. له كينې، كركې او نفرت څخه ليرې والى د دې اوسيدونكيو غوره غوښتنې  دي.

ځوانان او کوچنیان د لوبو، خوشحالیو او میلو لپاره میله ځایونوته ځي او نوي کوژده شوي سخرکره د تلگ د تابیا نیولوپه فکر کې وي.

يوازې امنيتي سرتېري او مامورين د خپلو ور سپارل شويو دندو له امله نه شي كولى تر ډېره د خپلو دوستانو كورونو ته ولاړ شي.

د مزارشريف ښار د مباركې روضې په جومات كې زيات شمېر خلكو د كمكي اختر په لمانځه كې برخه اخيستې وه.

د بلخ مرستيال والي ظاهر وحدت له لمونځه وړاندې په خپله وينا كې وويل:

ترهگر هڅه كوي، چې بلخ ناامنه كړي او په دې توگه د رغاونې او بيارغاونې مخه ونيسي؛ خو د ده په خبره خلك په دې ولايت كې په سوله ييزه فضا كې ژوند كوي او له امنيتي ځواكونو سره همكار دي او نه پريږدي،  چې دا ولايت د ناوړه پېښو ښكار شي.

له فارياب، جوزجان، سرپل او سمنگان ولايتونو څخه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې په دې ولايتونو كې هم د اختر لمونځ د امن په فضا كې تر سره شو.

د كمكي اختر لمونځ په فراه، بادغيس، غور او نيمروز ولايتونو كې هم  په پراخو امنيتي تدابيرو كې تر سره شو.

د اختر لومړۍ ورځ د هرات او ور څيرمو ولايتونو په خلكو كې شور او زوږ را منځته كړ. زياتره هېوادوال د خپلو دوستانو د ليدنې لپاره د هغوى كورونو او روغتونونو ته ځي.

د نيكمرغه كوچنې اختر د لمانځه مراسم نه يوازې په كندهار كې، بلكې د دې حوزې په ټولو ولايتونوكې په پوره ډاډ او امنيت سره تر سره شول.

په دې ولايت كې د كندهار والي توريالى ويسا او ديني علماوو يو ځل بيا د دولت پر مخالفينو ږغ كړ، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى او د خپلوهېواد والو لپاره د ښه ژوند زمينه مساعده كړي.

د هېواد په ختیځ سیمه کې هم د کوچني اختر د نمانځلو مراسیم ښه تر سره شول.که څه هم لکه د تېر په څير د کونړ، نورستان او لغمان په ولایتونو کې د اخترلمونځ د سهار پراووه نیموبجو ادا شوى؛ خو په ننگرهارکې سږکال د امنیتي ستونزو له امله په عيدگاه جومات كې د اخترلومنځ ادانه شو، خو نور جوماتونه بیا له خلکو ډک ول او دیني علمآوو د هېواد د آبادۍ او سولې غوښتنې وكړې.

که څه هم د وروسیتو ناامنیوله امله په ننگرهارکې اختر یوڅه بې غونده ښکاري، خوبیا هم لارې، کوڅې او پارکونه له ځوانانو، کوچینانواو لویانو ډک دي او د اختر خوشحالۍ نمانځي.

سیمه يیزچارواکي د اختر له لمانځه وروسته د هغو قربانیانو کورونه ته لاړل، چې دهند د قونسلگرۍ په برید کې وژل شوي او ژوبل شوي ول.

د والي مرستیال محمد حنیف گردیوال یو ځل بیا پروسله والوغږ وکړ، چې وسله پرځمکه کیدي اود سولې له پروسې سره یوځای شي.

دوى د سيمې ځايي خلكو ته ډاډ وركوي، چې پرته له كومې امنيتي اندېښنې د اختر خوشحالۍ ترسره كړي.

تراوسه له یادوټولوولایتونوڅخه دکومې امنیتې پيښې خبرنه دی ورکول شوی.

د افغانستان اوسيدونكي له ښكېلو لوريو غواړي، چې د اختر په ورځو كې له جگړو لاس واخلي او په هېواد كې د سولې د ټينگښت لپاره فكر وكړي.

Trending

Exit mobile version