تازه خبرونه

افغانان باید په ګډه په آبادۍ او د ننګونو په حل کې خپل مسوولیت ترسره کړي -د اهل تشیع عالمان

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اهل تشیع د مخورو عالمانو پر استازولۍ استاد محمد اکبري د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د مولوي عبدالکبیر هڅې وستایلې او څرګندوي؛ د اهل تشیع عالمان او مخور له اسلامي امارت سره همکاریو ته ژمن دي او له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.

Published

on

د اهل تشیع یو شمېر مشرانو او عالمانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) مولوي عبدالکبیر سره د ناستې پر مهال ویلي؛ د امریکا او غرب د اشغال له کبله هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، چې مونږ ټول باید په ګډه د افغانستان په آبادۍ او د ننګونو په حل کې خپل مسوولیت ترسره کړو.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اهل تشیع د مخورو عالمانو پر استازولۍ استاد محمد اکبري د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د مولوي عبدالکبیر هڅې وستایلې او څرګندوي؛ د اهل تشیع عالمان او مخور له اسلامي امارت سره همکاریو ته ژمن دي او له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.

د ناستې په لړ کې د اهل تشیع عالمانو زیاته کړې؛ دښمن هڅه کوي پر منفي تبلیغ د هېواد حالت ناسم وښيي او اختلافاتو ته لمن ووهي.

په ناسته کې حاضرو مخورو او عالمانو په خپلو خبرو کې د یو شمېر مسایلو په اړه خپل نظرونه، مشورې او وړاندېزونه مولوي عبدالکبیر ته وړاندې کړل او همدارنګه هغوی په ځينو برخو کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې مېشتو قومونو ته په نغوته(اشاره) کې د اهل تشیع د مشرانو او عالمای مقام مهم یاد کړی او دا ډاډ  یې ورکړ، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې مو په چوپړ کې دي او پر وړاندېزونو به هم غور وشي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت هر وخت د ولس غږ اورېدلی او په هره کچه یې د ستونزو حل ته عملي ګامونه اخیستي دي.

Trending

Exit mobile version