سیمه ییز خبرونه

افغانان به د خپلو پولو د ساتنې لپاره ډاډمن گامونه پورته كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار په گوشته كې د افغان او پاكستانيو ځواكونو له نښتې وروسته، چې په  كې  يو افغان سرتېرى وژل شوى؛ ويل كيږي، چې سيمې ته د پاكستانيو ځواكونو د احتمالي بريدونو ځواب په موخه نور افغان امنيتي ځواكونه رسيدلي او هم يې د افغان  ولسمشر غبرگون  را پارولى دى.

افغان ولسمشر خبردارى وركوي، چې افغانستان به  د خپلو پولو د ساتلو لپاره هر ډول گام پورته كړي او افغان حكومت به هيڅ كله هم د افغانستان په خاوره كې پردي تاسيسات او دروازې ونه زغمي.

د ولسي جرگې غړى همايون همايون وايي:

د افغان او پاكستانيو ځواكونو تر منځ د ننگرهار د گوشتې په وروستۍ نښته كې د افغان امنيتي ځواكونو د دريځ  د پياوړتيا او ميړانې ښكارندوى كوي.

سياسي كارپوه احمد سعيدي وايي، چې افغان امنيتي ځواكونو له هغې وروسته پر پاكستانيو ځواكونو بريد وكړ، چې دغو ځواكونو د افغانستان پر خاوره د راكټي بريدونو تر څنگ يو شمېر پوځي تاسيسات او دروازه د افغانستان په خاروه كې جوړكړل.

دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشر حامد كرزي د افغانستان پر خپلواكۍ او ترقۍ خپل ټينگار څرگند كړى دى.

Trending

Exit mobile version