تازه خبرونه
افغانان به هند ته د پوليو واكسين له تصديق پاڼې پرته سفر ونه شي كړاى
< ![endif]–>
په كابل كې د هند سفير وايي:
افغانستان يو له هغو هېوادونو دى، چې د پوليو پېښې په كې ثبت شوي او هر افغان دې هند ته له سفر وړاندې د پوليو واكسين تطبيق كړي.
د نړيوال روغتيايي سازمان د معلوماتو له مخې، اووه هېوادونه، چې نايجريا، پاكستان، كينيا، اسرائيل، ايتوپيا، سوماليا او افغانستان دي؛ د پوليو د انتقال له ستر خطر سره مخ دي او ويل كيږي له درې كلونو را پديخوا په هند كې د پوليو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په كابل كې د هند سفير امر سنيا وايي:
نړيوال روغتيايي سازمان هند ته سپارښتنه كړې، چې د دې اووه هېوادونو مسافر دې هند ته له سفر مخكې د پوليو په وړاندې واكسين تطبيق كړي.
هيله من يم، چې د هند د ويزو ټول غوښتونكي د پوليو واكسين له سفر مخكې تطبيق كړي او روغتيايي تصديق پاڼه هند ته د سفر په ترڅ كې له ځان سره ولري. د هند د هوايي ډگرونو مامورين به دا تصديق پاڼې وڅېړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، پلازمېنې كابل او د هېواد ځينو نورو ښارونو كې د پوليو د واكسين تطبيق ته زمينه برابره ده.
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي: په ۲۰۱۱م كال په افغانستان كې د پوليو اتيا پېښې، په ۲۰۱۲م كال كې ۳۷پېښې، په ۲۰۱۳م كال كې ۱۴ پېښې او د ۲۰۱۴م كال تر دې دمه دوه پېښې ثبت شوې دي.