خبرهای تازه
افغانان دې د فردیت پر ځای دین او شریعت ته اهمیت ورکړي – سراج الدین حقاني
نن پنجشنبه ( د غبرګولي ۲۵ ) د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هېواد شمال ته د خپل سفر په لړ کې بغلان ولایت ته سفر کړی دی.
سراج الدین حقاني د بغلان ولایت د سیمه ییزو چارواکو، عالمانو، قومي سپین ږیرو او مخورو په غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن دې ولایت ته د نوموړي ورتګ لوی امتیاز وباله او څرګندوي، چې: د بغلان د خلکو شل کلنه جهادي مبارزه بې سارې ده. زه د غونډې ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه کوم، چې شته ستونزې او د حل لارې یې له نوموړي سره شریکې کړي؛ ځکه، چې هغه ستاسې مشورو او وړاندیزونو اورېدلو ته راغلی دی.
دغه راز د خلکو استازي داکتر عبدالغیور اندراب څرګنده کړې: عامه خدمات، عدالت، ستونزو ته پر وخت لاسرسی زمونږ وړاندیزونه دي؛ زه ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه کوم، چې خپلې ستونزې وړاندې کړي.
کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د خلکو او حکومت دې غونډې ته د اسلامي امارت د مشرتابه د پيغامونو او سلامونو له یادونې وروسته دوی ته د جهادي شل کلنې بریا مبارکي وړاندې کړه.
سراج الدین حقاني ویلي: زه له تاسې لوړ نه یم، بلکې ځان ستاسې د پښو خاورې بولم؛ خو د فردیت پر ځای دین او شریعت ته اهمیت ورکړئ.
نوموړي څرګنده کړې: د انګریزانو او روسانو په مقابل کې له بریاوو وروسته د شریعت په نفاذ کې ناکامي راغله؛ خو لله الحمد د اوسني جهاد ثمرې د یوه سوچه اسلامي نظام په شکل کې وینو. الله تعالی په داسې سپيڅلی نظام نازولي یوو، چې د نظام په راس کې مو یوه عالم دی.
هغه دا هم په ډاګه کړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د علمي او سیاسي بصیرت نتیجه وه، چې په یوه جنګي او انقلابي حالت کې به هم هره پرېکړه د شریعت په تله کې تلل کېده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د قوش تېپې د کانال موقعیت او آبادول ښيي، چې مونږ ته د يوه لوري پر ځاى ټوله جغرافیه مهمه ده.
د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې؛ حکومت دنده لري، چې له مظلوم سره مرسته وکړي او د هر ډول ظلم مخه ونیسي.