تازه خبرونه

افغانان دې زمونږ د ټاکنیزو هڅو له ‌تمویلولو ډده وکړي – پاکستان

Published

on

د پاکستان کورنیو چارو وزارت پاتې میشتو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چې د ټاکنو او نوماندانو له تمویلولو دې ډډه وکړي؛ که نه، نو له پاکستان څخه به وشړل شي.

د جیونیوز د پاکستان کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: هر هغه افغان، چې د ټاکنو په ټاکنیزو هڅو کې برخه واخلي پرته له دې، چې په پاکستان کې د هغه قانوني حیثیت ته وکتل شي؛ ایستل کیږي.

دغه راز دې وزارت پاکستانيانو ته هم خبرداری ورکړی، چې غیرقانوني بهرنیانو ته دې د کار موندلو او کاري زمینې د برابرولو په برخه کې له هغوی سره له مرستې کولو ډډه وکړي.

د پاکستان حکومت له خلکو غوښتي، چې د ناقانونه وګړیو د شتون او د هغو کسانو په اړه، چې پر کار ګومارل شوي؛ خبر ورکړي.

ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکي کال د فبرورۍ پر اتمه ترسره شي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت شاوخوا یوه میاشت مخکې د بې اسنادو افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او ایستلو لړۍ پیل کړې، چې تر دې دمه څه باندې ۴۰۰ زره افغانان افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version