تازه خبرونه
افغانان د اګست له ۳۱ نېټې وروسته هم آزاد سفرونه کولی شي – ستانکزی
طالب چارواکي شېر محمد عباس ستانکزي ویلي؛ هغه افغانان، چې قانوني اسناد، پاسپورټونه او ویزې لري د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته به هم وکولی شي بهر ته سفرونه وکړي.
د طالبانو د رهبري شورا غړي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ژمنه کړې، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو او ټولمنلي حکومت له جوړېدو وروسته ښځینه کارکوونکې هم کولی شي خپلو دندو ته ستنې شي او ټول افغانان، چې د مناسبو او قانوني اسنادو لرونکي دي له هېواده بهر سفرونه وکولی شي.
تېره شپه نوموړي د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لارې په یوه هر اړخیزه وینا کې وویل: کله، چې نوی نظام او حکومت اعلان شي؛ ټول موسسات به پرانیستل شي. زمونږ خویندې د ژوندانه په هر ډګر کې کولی شي، کار او هڅې ترسره کړي، ونډه ولري او په سیاست کې پراخه برخه واخلي او دا د دوی منل شوی حق دی.
نوموړي ویلي، عمومي عفوه اعلان شوې او باید پلې شي.
له دې مخکې د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي رسنیو ته په ډاګه کړې وه، چې په کابل هوايي ډګر کې دننه یې د ځینې برخو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ دوی چمتو دي، چې د امریکايانو له وتلو سره سم د ټول هوايي ډګر څارنه پخپله وکړي.
امریکايي چارواکو ويلي، له کابل هوايي ډګره به تر ټاکل شوې وروستۍ نېټې پورې د خلکو ایستلو بهیر روان وي او تر اوسه د هوایي ډګر کنټرول د دوی په لاس کې دی.
یو شمېر لوېديځو هېوادونو اعلان کړی، چې دوی له کابل هوايي ډګر څخه د وګړیو ايستلو خپل عمليات پای ته رسولي او د ناټو ډېري نور غړي هېوادونه به د خپلو اتباعو او خپلو همکارانو د ايستلو لپاره له دې وروسته الوتنې ونلري.
امریکايي ځواکونه، چې د وتلو د عملياتو مشري کوي د اګست پر ۳۱ به خپل شپږ زره سرتېری وباسي او د هوايي ډګر چاری به طالبانو ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ دا عش جنګیالو د دغه هوایي ډګر آبې دروازې ته نږدې پر یوه ځانمرګي برید له هېواده بهر ته د تلو په تمه ولاړو خلکو ته مرګ و ژوبله واړوله؛ د امریکایانو او طالبانو په ګډون ۹۱ کسان ووژل شول او له ۱۹۵ ډېر نور کسان ټپیان دي.