تازه خبرونه

افغانان د بریا ورځو ته ورنږدې شوي دي: د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یوالي د حکومت اجرایوي ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د روانو ناکراریو په خلاف باید خلکو ته ذهنیت ورکړل شي.

د عبدالله په وینا سخت دریځۍ او ترهګرۍ په اسلامي هیوادونو کې ریښې ځغلولي دي او زاتوي چې افغانان د عادلانه سولې تږي دي.

په همدې وخت کې د افغانستان د پلیو ځواکونو قومندان له ولسمشر څخه غواړي چې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد پوځيان قانع کړي چې افغان طالبان د سولې خبرو ته کښینوي.

ښاغلی عبدالله وايي، په اوسنیو شرایطو کې زیاتره اسلامي هیوادونه د سخت دریځي او ترهګرۍ له سختو ګواښونو سره مخامخ دي. هغه زیاته کړه چې افغانان د بریا ورځو ته ورنږدې شوي دي.

څو ورځي وروسته به افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی، پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانانو د سولې پیغام ورسوي. افغان پوځيان هم په تمه دي چې افغان ولسمشر به پاکستاني پوځیان قانع کړي چې وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کښینوي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د سولې کلۍ له پاکستان سره ده. هغه سولې ته د رسیدو او په ځمکه د وسلوالو طالبانو د وسلې د ایښودو په تمه دغه هیواد ته ۲۰ سفرونه وکړل؛ خو وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرې ردوي.

Trending

Exit mobile version