تازه خبرونه
افغانان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته خپل برخلیک ټاکلی او څارلی شي – یي وانګ
د چین د بهرنیو چارو وزیر یي وانګ په روانه اوونۍ کې ویلي وه؛ په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به یو څه ناڅرګندتیاوې ولري، خو دا هڅه به افغانان له خپل راتلونکي برخمن او خپل برخلیک به په خپله وټاکي.
نوموړي د پنجشنبې پر ورځ له خپلو افغان او پاکستانيو سیالانو سره له ویډیوي خبرو اترو وروسته څرګنده کړې؛ د سرتېرو وتل به افغانانو ته فرصت ورکړي، چې دوی په خپله خپل رښتیني برخلیک وټاکي.
له درې اړخیزو خبرو اترو وروسته وانګ یي د چین دریځ داسې په ډاګه کړ: درې واړو لوریو هوکړه وکړه، چې د بي آر آی یا د کمربند او سړک طرحه به مو همکاري پراخه او اړیکې ژورې کړي.
درې واړو خواوو دا هوکړه هم وکړه، چې د اړوند هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو اترو یو ځواکمن میکانیزم به رامنځته کړي او په افغانستان کې د سولې خبرو د پرمختګ په اړه ځانګړي ګامونو پورته کړي.
د سویلي چین مارنینګ پوسټ د څرګندونو له مخې؛ بیجینګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وېره د تروریزم د بیا ژوندي کولو شونتیا یقیني کول بولي. دا به نه یوازې له افغانستان سره پولې ته د نږدې مسلمان سنکیانگ امنیت له خطرونو سره مخ کړي، بلکې د یو کمربند او سړک طرحه هم ګواښلی شي.
چین هڅه کړې، چې د مرکزي آسیا له هېوادونو سره همکاري پیاوړې او له افغانستان څخه د امنیتي ناکراریو شونتیا وڅاري.
بیجینګ تېره میاشت د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه ناسته کې ویلي وه، چې دوی باید په ګډه د تروریستانو مخه ونیسي او له جرمونو مخنیوی وکړي.
د مارننګ پوسټ د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې چین به د تېرو وختونو په پرتله اوسمهال په افغانستان کې ډېر فعال دریځ غوره کړي. پدې معنا، چې چین به په دې هېواد کې خپل نفوذ پراخه او له امریکا سره د ظرفیت په لوړولو کې ګډې هڅې تر سره کړي.
