سوداگري

افغانان د خپلو شتمنیو د خوندي کولو لپاره ډیجیټل اسعار اخلي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۷, ۱۴۰۱)

د بلومبرګ نیوز یوه څېړنه ښيي، چې افغانان د خپلو شتمنیو د ساتنې لپاره د ډیجیټلي اسعارو پېرودلو ته مخه کړې ده.

د شبکې د څرګندونو له مخې؛ د ډیجیټل اسعارو ډېري پېرودونکي په بازار کې د بدلونونو د رامنځته کېدو پر علت له زیانونو څخه د مخنیوي لپاره د بټکوین پر ځای د پوره ثبات لرونکيو اسعارو پېرودل غوره کوي.

د میهان کریپټو شرکت لرونکی حبیب الله تیموري، چې په هرات کې د ډیجیټل اسعارو پېرودلو خدمتونه وړاندې کوي وايي؛ په افغانستان کې شپږ شرکتونه د دغو اسعارو پېرودل آسانه کوي، چې څلور یې په یوازې په هرات کې دي.

د تیموري د څرګندونو له مخې، د ډیجیټل اسعارو غوښتنه ډېره ده.

هغه ويلي: پخوا به کله، چې دا ډول بحران رامنځته شو؛ خلکو يا خپلې نغدې پيسې او ګاڼې ښخولې او يا به يې په بالښتونو کې ساتل، خو اوس یې د ډيجيټل اسعارو اخيستلو ته مخه کړې ده.

په هرات کې د معاملاتو د رهنما لرونکي ناصر علي لومړی د اکټوبر په میاشت کې د میهن صرافۍ ته ولاړ او د ډیجیټل اسعارو له ۴۵ دقیقو روزنې لپاره یې ۱۵۰ افغانۍ ورکړې؛ بیا یې په بایننس کې یو حساب پرانیست، چې د ډیجیټل اسعارو د سوداګرۍ ترټولو لوی اپلیکیشن دی.

هغه د نومبر په میاشت کې د ۳۰ زره ډالرو زیرمې راټولې کړې او تر ټولو باثباته ډیجیټلي Tether یې و پېره او میهن کریپټو له هغه سره د معاملې په راجوړولو کې مرسته وکړه.

د نومبر په میاشت کې د انډونیزیا د مذهبي مشرانو شورا اعلان وکړ، چې د مسلمانانو لپاره دې پر ډیجیټل اسعارو بندیز ولګول شي؛ ځکه، چې دا پیسې د اعتبار وړ ندي او خپل شرط او تاوان لري.

حبیب الله تیموري، چې د ډیجیټل اسعارو سوداګرۍ سره یې سوداګرۍ وده کړې؛ خو باور لري، چې د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version