تازه خبرونه

افغانان د صحابه کرامو له غیرته برخمن دي – بریتانیایي عالمان

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۶, ۱۴۰۲)

د بریتانیایي عالمانو یوې ډلې، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و؛ ویلي، چې په دې هېواد کې رسنیو رښتیني واقعیتونه بشپړ تحریف کړي دي.

بریتانیايي عالمانو د لندن د کوئین مریم پوهنتون په یوه غونډه کې د افغانستان د اسلامي ټولنې د جوړېدو له بهیره، امنیت ښه کېدو او اقتصادي وضعیته ستاینه کړې ده.

شیخ هیثم الحداد، چې یو له دغو عالمانو څخه دی ویلي؛ د اسلامي امارت د چارواکو د مسلکيتوب کچه، چې هغه ورسره ولیدل په رښتیا حیرانوونکې ده.

هغه زیاته کړې: دوی (اسلامي امارت) په رښتیا هم غواړي د خپل هېواد او امت لپاره یو څه وکړي او خدای دې له دوی سره مرسته وکړي.

مفتي اسمعیل سطیه ویلي: مونږ افغانستان ته پر ډېر خلاص ذهن لاړو؛ زمونږ له هیچا سره ټکر رانغی. ما د افغانستان خلک ډېر مهربان، سخاوتمند، د ورین تندي لرونکي او انعطاف منونکي ولیدل؛ خو هغه څه، چې پر ما ډېر اغېز وکړ هغه دا دي، چې د صحابه کرامو کيسې مو، چې لوستې وې؛ ورسره مخ شوو. دوی ماته د هغو کسانو یادونه راژوندي کړل، چې د اسلام لپاره یې سرښندنې کړې وې او هر څه کولو ته چمتو ول. مونږ فکر نه کاوه، چې نن به داسې خلک وي؛ خو هلته له خلکو او عالمانو سره خبرو راته څرګنده کړه، چې دا خلک د همغو صحابه کرامو په شان غیرت لري.

شیخ حمید محمود ویلي: افغانستان ته له تللو مخکې مې په رسنیو کې هیڅ مثبته خبره نه وه لیدلې؛ خو د افغان حکومت له غړیو سره له خبرو وروسته پوه شوم، چې دوی نه یوازې له فزیکي تسلط او استعماره د خلاصون هڅه کیږي، بلکې د مالي، اقتصادي او فکري غلامۍ څخه د وتلو په هڅه کې هم دي.

شیخ عمار المدني ویلي: د افغانستان هغه انځور، چې مونږ یې لرو؛ له شته واقعیتونو سره بشپړ توپیر لري. هغه خوښي او اطمینان، چې خلک یې احساسوي؛ له هغه څه څخه، چې د رسنیو د چینلونو له لارې انځوریږي بشپړ توپیر لري. زما غوښتنه دا ده؛ هر هغه معلومات، چې تاسې غواړئ هغه باید د مناسبو چینلونو له لارې وي.

دې بریتانيایي پلاوي په جولای میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره یې وکتل.

شیخ هیثم الحداد د نجونو د تعلیم مسلې ته په نغوته کې ویلي، چې لویدیځ له دې مسلې څخه د افغانستان د بد ښودلو او ځلولو لپاره ګټه پورته کوي.

نوموړي زیاته کړې: په هره ټولنه کې، چې له جګړې راوتلې وي د اړتياوو خپل يو لړ لري؛ خو امنيت او اقتصاد يې په لومړيتوبونو کې دي.

هغه وایي: که مونږ په رښتيا هم د افغانستان په اړه اندېښمن يوو، نو لومړۍ پوښتنه بايد دا وي، چې امنيتي وضعيت څنګه و؟  ۲۰۲۲ ږ. کال په تېرو څلوېښت کلونو کې لومړی کال و، چې د افغانستان په ټوله سیمه کې جګړه نه وه، چې دا د ستاینې وړ ده. که خلک د ښځو په اړه اندېښمن وي؛ لومړی باید وپوښتي، چې آیا ښځې ځورول کیږي؟

دغه راز شیخ حمد محمود وویل، چې د نجونو زده‌کړې او تعلیم في نفسه منع شوی نه‌دی، بلکې لیبرال او سیکولر تعلیم ځنډول شوی دی.

هغه یادونه وکړه، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ورته ویلي، چې اسلامي امارت د نجونو زده‌کړه حرامه نه‌ګڼي او ټولې نجونې دمګړۍ لومړنۍ زده کړې کوي. دغه راز هغه وويل: که نجونې غواړي داکترې او ښوونکې شي او يا په دارالعلوم کې زده‌کړې وکړي؛ کولى شي د پوهنتون تر کچې خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

د شیخ حمد د څرګندونو له مخې؛ ښاغلي متقي ویلي، چې پخوا شاګردانو او زده‌کړیالانو ته غربي سیکولر افکار پیچکاري کېدل، د شریعت خلاف خبرې کېدې او رذایلو وده کوله؛ نو عالمانو دا موضوع په مستقیمه توګه د اسلامي امارت مشر ته وړاندې کړه. ښاغلي متقي دا هم ویلي، چې مونږ شل کاله د جګړې په ډګر کې سره متحد وو او اوس، چې د هېواد د بیارغونې وخت رارسېدلی؛ اختلاف نه‌شوو زغملی او له همدې کبله لیبرال او سیکولر زده‌کړې لنډمهاله وځنډېدې.

Trending

Exit mobile version