Connect with us

سیمه ییز خبرونه

افغانان د لويو جرگو له لارې خپلې ملي ستونزې حلوي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

لويه جرگه ان د آريايانو پر مهال د هېوادنيو ستونزو د حل لپاره كاريدلې؛ خو د افغانستان حاكمانو د تېرو څه نا څه څلور پېړيو ملي او نړيوالو ستونزو  د حل او د دولتي نظام د ټينگښت لپاره اوولس لويي جرگې جوړې كړي،  چې په ۱۰۸۸ل (۱۷۰۹) كال په كندهار كې د ميرويس نيكه په مشرۍ او  د اوس لپاره  د حامد كرزي په مشرۍ په كابل كې له امريكا سره پر امنيتي سند د  مشورو لپاره مشورتي لويه جرگه يادولى شو.

ميرويس نيكه په ۱۰۸۸ل (۱۷۰۹) كال كې د يوې ورځې لپاره خلك په كندهار كې را ټول كړل، په افغانستان د صفوي حاكم گرگين واكمني پاى ته ورسول شي.

په ۱۱۲۶ل(۱۷۴۷) كال كې خلك د نادر آباد په پوځي كلا كې سره را ټول شول او تر نهه ورځو بحث او خبرو وروسته احمد شاه بابا د پاچا په توگه وټاكل شو.

بله جرگه په  ۱۲۲۰ل(۱۸۴۱) كال په كابل كې د عبدالله خان اڅكزي په كور كې جوړه شوه، چې خلك د افغان-انگليس لومړۍ جگړې ته چمتو شي.

امير شېرعليخان د خپلو وروڼو په وړاندې د خپلې پاچاهۍ د ټينگولو لپاره جرگه جوړه كړه  او نږدې دوه زره كسان په ۱۲۴۴ل (۱۸۶۳) كال كاٰبل كې را ټول شول  او د امير شېرعليحان له  سلطنت يي ملاتړ وكړ.

لومړۍ نړيوالې جگړې هم  د امير حبيب الله خان په واكمني كې ۵۰۴ تنه كابل كې را ټول كړل، چې په جگړه كې د افغانستان ناپېيلتوب اعلان شو.

په ۱۳۰۱ل(۱۹۲۲) كال د امير امان الله خان واكمنۍ په جلال آباد ښار كې ۸۷۲ كسان را ټول كړل، چې موخه يې د ټولنيزو سمونونو لپاره د يوې نظام نامې جوړول ول.

په ۱۳۰۳ل(۱۹۲۴) كال د كابل په پغمان كې هم ۱۰۵۴ تنو په گډون جرگه جوړه شوه او د جلال آباد نظام نامه يي بيا وكتله.

په ۱۳۰۷ل(۱۹۲۸) كال بيا په پغمان كې جوړه شوه، چې اساسي نظامنامه يې بيا وكتله.

محمد نادرشاه هم په خپله واكمني كې يو باندې درې سوه كسان كابل كې جرگه كړل، چې د ملي شورا د ټاكنو او بيرق لپاره تگلاره جوړه شي.

په ۱۳۲۰ل(۱۹۴۱) كال كې هم د افغانستان د خلكو استازي  د كابل د حبيبې په ليسه كې را ټول شول او په مشورتي لويه جرگه كې يي په دوه يمه نړيواله جگړه كې د افغانستان بې طرفي اعلان كړه.

په ۱۳۳۴ل(۱۹۵۵) كال په جرگه كې د افغانستان د دفاع مساله وڅيړل شوه.

په ۱۳۴۳ل(۱۹۶۴) كال ۴۵۲ تنه د كابل د سلام خانې په ماڼۍ كې جرگه شول؛ د درې گونه قواوو تر منځ توپير، د سياسي گوندونو فعاليت او د مطبوعاتو آزادي يي وڅېړله.

محمد داود خان هم د جمهوري رياست ته د ځان ټاكنې لپاره، چې مشروعيت پيدا كړي لويه جرگه را وبلله.

په ۱۳۵۵ل(۱۹۷۶) كال كې هم د افغانستان ولسمشر محمد داود خان د اساسي قانون د تصويب لپاره لويه جرگه را وبلله.

د غويي د اوومې له كودتا وروسته د داكتر نجيب الله د ولسمشرۍ په مهال هم په۱۳۶۴ ،۱۳۶۶ او ۱۳۶۸ل(۱۹۸۵،۱۹۸۷ و۱۹۸۹) كلونو كې د اساسي قانون د تصويب او نورو مسايلو د حل لپاره لويي جرگې جوړې شوې.

په ۱۳۸۱ل(۲۰۰۲) كال د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته د كابل د پليتخنيك پوهنتون د لويي جرگې په خيمه كې څه باندې ۱۶۰۰ كسان را تول شول او حامد كرزى يي د منځ مهالې دورې د مشر په توگه وټاكه.

د افغانستان اساسي قانون هم په ۱۳۸۲ل(۲۰۰۳) كال د ۵۰۰ كسانو په جرگه كې تصويب شو او په ۱۳۸۶ل(۲۰۰۷) كال هم ۶۱۰ كسان جرگه شول او په افغانستان او پاكستان كې يي له ترهگرۍ سره د مبارزې پر څرنگوالي خبرې وكړې.

په ۱۳۸۹ل(۲۰۱۰) كال هم يوه بله لويه جرگه جوړه شوه، چې په كې د سولې عالي شورا د جوړيدو وړانديز وشو او همدا راز پر دې خبرې وشوې، چې د بگرام زندان مسووليت دې له امريكايي ځواكونو څخه افغان لوري ته وسپارل شي.

په ۱۳۹۰ل(۲۰۱۱) كال ۲۳۰۰ كسانو په دوديزه لويه جرگه كې د امريكا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيكو همكاريو پر تړون  خبرې وكړې او د دې تړون له لاسليك يي خپل ملاتړ  وښود.

اوس د ۱۳۹۲ل(۲۰۱۳) كال كې، چې د كابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيكو همكاريو د سند  له لويي جرگې دوه كاله تېر شوي؛ ۲۵۰۰ كسان په كابل كې را ټول شوي، چې له امريكا سره د امنيتي سند په اړه خبرې او مشورې وكړي.

د افغانستان په اساسي قانون كې لويه جرگه د خلكو د ارادې د مظهر ستره مرجع بلل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د مشورتي لويې جرگې له څلورورځنيو خبرو اترو وروسته د هېواد پارلمان له امريكا سره د امنيتي تړون پر لاسليك بحث كوي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

شهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلام‌آباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه

شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د پاکستان د غوښتنې د منلو او د اوربند د غځولو اقدام ستایي؛ دا کار د نوموړي د څرګندونو له مخې د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام لپاره زمینه برابروي.

Published

on

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د ایران او امریکا او اسرائیلو ترمنځ د نښتې د اوربند د غځولو په اړه شوې او له دې اقدامه یې مننه کړې ده.

شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د پاکستان د غوښتنې د منلو او د اوربند د غځولو اقدام ستایي؛ دا کار د نوموړي د څرګندونو له مخې د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام لپاره زمینه برابروي.

هغه ویلي؛ هیله ده، چې دواړه لوري اوربند روان وساتي او د خبرو اترو دوه‌یم پړاو به د شخړې په دایمي پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

پاکستانيو چارواکو ويلي، چې د سولې خبرې په اسلام‌‌آباد کې د تاوتریخوالي د کمولو او سیاسي حل ته د رسېدو لپاره دوام مومي.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې له دې مخکې ټرمپ ویلي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند به تر هغه وخته پورې وغځول شي، چې ایران رسمي وړاندیز وړاندې کړي او خبرې اترې پای ته ورسیږي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

آیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟

د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.

Published

on

رویترز خبري آژانس په یوه راپور کې دا موضوع څېړلې، چې آیا ایران له حقوقي پلوه کولی شي له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو پر تګ راتګ پیسې وضع کړي او که نه؟!.

د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.

هرمز تنګی څه ډول سیمه ده؟

هرمز تنګی هغه اوب‌‌لاره ده، چې فارس خلیج له عمان خلیج سره نښلوي او د ایران او عمان په سمندري اوبو کې پروت دی. دا د نړۍ د انرژۍ د لېږد لویه‌لار ګڼل کیږي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي.

د دې اوب‌‌لارې اوږدوالی شاوخوا ۱۶۷ کیلومټره دی او په یوه نرۍ برخه کې د بېړیو د تګ راتګ دوه بېلابېلې لارې د حایل سیمې په توګه لري.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته دا لار په عملي ډول محدوده کړې او د کړکېچ د پای ته رسېدا د شرطونو په توګه یې په کې پر تګ راتګ د پیسو غوښتنه کړې؛ خو د دې پیسو د عملي اخیستلو څرنګوالی تر دې دمه روښانه نه‌دی.

نړیوال قانون څه وايي؟

د سمندرونو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون، چې په۱۹۸۲ ز.کال کې تصویب شوی او له ۱۹۹۴ راپدېخوا پلی کیږي؛ په نړیوالو تنګیو کې بې‌خنډه «ټرانزیټي تګ» حق ډاډمنوي.

دغه سمندري هوکړه ساحلي هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د خپلو سمندري اوبو په حدودو کې تګ راتګ تنظیم کړي؛ خو باید د بېړیو بې‌ضرره او آزاد تګ راتګ هم ډاډمن کړي.

خو ایران او امریکا دا کنوانسیون نه‌دی لاسلیک کړی، چې حقوقي بحثونه نور هم پېچلې کوي.

د پیسو وضع کولو احتمالي ستونزې

رویترز راپور ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون د پلي کولو لپاره مستقیم اجرائیوي میکانیزم نشته. که څه هم نړیوالې محکمې پرېکړې کولی شي؛ خو د پلي کېدا مستقیم ځواک نه‌لري.

دغه راز هېوادونه او شرکتونه کولی شي د بېړیو د لارو پر بدلولو یا د هغو بنسټونو پر ضد د هدفمندو بندیزونو له لارې، چې له دې پیسو سره تړاو ولري؛ د دې کړنې مخه ونیسي.

دغه راپور زیاتوي، چې ځینې شرکتونه اوس له هرمز تنګي څخه د تېرېدا بدیلې لارې ارزوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

د امریکا مرکزي قومندانۍ خبرپاڼې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې څرګنده کړې؛ دا کړنه د اعلان شوې هغې پرېکړې له مخې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو له‌خوا د هرمز تنګي د سمندري بندیز د پیل په اړه مخکې کړې وه.

Published

on

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې له دوشنبې( د وري څلیریشتمه / د اپرېل دیارلسمه) څخه به د ایران بندرونو ته د بېړیو پر سمندري تګ راتګ بندیزونه پیل کړي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ خبرپاڼې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې څرګنده کړې؛ دا کړنه د اعلان شوې هغې پرېکړې له مخې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو له‌خوا د هرمز تنګي د سمندري بندیز د پیل په اړه مخکې کړې وه.

د خبرپاڼې له مخې: دا بندیز به په مساوي ډول د ټولو هېوادونو پر بېړیو، چې د ایران بندرونو ته داخلېږي یا ترې وځي؛ پلي شي. دا بندیز د فارس خلیج او د عمان سمندر ټول ایرانی بندرونه رانغاړي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ټینګار کړی، چې دا پرېکړه به د هغو بېړیو د آزاد تګ راتګ مخه ونه‌نیسي، چې د هرمز تنګي له لارې د ایران له بندرونو پرته نورو بندرونو ته روانې وي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بندیز له رسمي پیل مخکې به سوداګریزو بېړیو ته اړینې خبرتیاوې ورکړ شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي، چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او د نړۍ د انرژۍ د لارو بې ثباتي نوره هم زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران سپاه پاسداران ویلي؛ هرمز تنګي ته د پوځي کښتیو هر ډول تګ راتګ به د ایران او امریکا له دوه‌اوونیز اوربند څخه سرغړونه وي او له «پرېکنده او سخت» غبرګون سره به مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!