سیمه ییز خبرونه
افغانان هغه ولس نه دي، چې فشارونو ته تسليم شي- حامد كرزى
هندوستان ته د افغان ولسمشر حامد كرزي سفر داسې هيلې پيدا كړې وې، چې گواكې هندي چارواكي به افغان ولسمشر حامد كرزى له امريكا سره امنيتي تړون ته وهڅوي، افغان ولسمشر د خپل دغه سفر په ترڅ كې هندوستان د لومړي وزير من موهن سنگهـ او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سلمان خورشيد سره له كتلو ورسته د هندوستان د (NDTV) په نوم له يو ټلويزيونې شبكې سره د مركې پر وويل:
هيڅوك هم نه شي كولى، چې له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك لپاره يې مجبور كړي.
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام كې وويل، چې د امريكا له خوا سختې خبرې ځاى نه نيسي؛ ځكه افغانان هغه ولس نه دي، چې فشارونو ته تسليم شي.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:
که مونږ دوستان یو، که متحدان یو؛ نو اړينه ده، چې باید د دوستانو او متحدانو په څير چلند راسره وشي. دوى ته نه ښايې، چې رواني بريدونه راباندې وکړي.
ولسمشر له هندي چارواكو د ليدنې پر مهال هغوى ته ډاډ وركړ، چې له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو وتل په دې معنا نه دي، چې وسلوال طالبان يا ترهگر به له ۲۰۱۴ م كال ورسته په افغانستان كې قدرت ته رسيږي.
ولسمشر د خپلې مركې په دوام كې يو ځل د امنيتي تړون د لاسليك لپاره پر خپلو شرطونو ټينگار وكړ او زياته يې كړه، چې:
مونږ به یې لاسلیک کړو؛ خو کله، چې دا ډاډ ولرو، چې د دې سند امضا به افغانستان ته امنیت راولي او د سولې پروسه به پيل کړي او افغانستان به د امنیت او سوکالۍ احساس وکړي.
د افغانستاان او امريكا تر منځ امنيتي تړون اوسمهال پرهغه ستونزه اوښتى، چې د افغانستان او امريكا تر څنگ د ناتو غړي هېوادونه يې هم په باب انديښنه لري.
د همدغو انديښنو په دوام د آلمان دفاع وزير افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ كې له ولسمشر حامد كرزي غوښتنه كړې، چې له راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو څخه وړاندې له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي.
دا په داسې حال كې ده چې امريكايي چارواكو تمه درلوده، چې هندى چارواكوي به افغان ولسمشر حامد كرزى له امريكا سره د امنيتي تړون لاسليك ته وهڅوي.