تازه خبرونه

افغانان ځانونه خوندي نه بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز تازه موندنې ښيي چې افغانان د خوندیتوب احساس نه کوي او د خپل امنیت په هکله اندېښمن دي.

د دغه مرکز څېړنې ښيي چې زیاتره افغانان د سولې، اقتصادي ودې او ښه حکومت په برخه کې د حکومت هڅې ناکامې ګڼي او په دې باور دي چې د بهرني سیاست له کبله د هېواد ګټې له زیان سره مخامخ شوې دي.

په کابل کې د ستراتیژیکو او سیمه يیزو څېړنو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې د پوښتل شوو کسانو اته پنځوس په سلو کې د امنیتي ستونزو د زیاتېدو او د سر د نه  خوندیتوب په هکله اندېښنه ښيي. دغه راز نوي په سلو کې پوښتل شوو کسانو ویلي چې حکومت د خدمتونو په چارو کې پاتې راغلی دی.

د ستراتیژیکو او سیمه يیزو څېړنو د مرکز ريیس عبدالباقي امين وايي:”د افغانستان امنيت د خرابېدو په حال کې دی، افغانان ځانونه خوندي نه بولي او د هېواد راتلونکی ډېر تياره بولي.”

په همدې توګه دوه شپېته په سلو کې پوښتل شوو کسانو ویلي چې د سولې په هکله د حکومت هڅې ناکامې شوې دي. دغه راز اته شپېتو په سلو کې پوښتل شوو ویلي چې بهرني سرتېري، په افغانستان کې د سولې د راتګ په لاره کې ستر خنډ دي او شپږ شپېته په سلو کې بیا ویلي چې د سولې عالي شورا هم په خپلو چارو کې پاتې راغلې.

د سولې د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد وايي: “د سولې عالي شورا چې کوم هدف ټاکلی و او خلکو هم انتظار ورته لاره، پوره يې نه کړای شوای او بريالۍ نه وه.”

د څېړنې په دې بهیر کې د ملي یووالي د حکومت په بهرني سیاست هم تمرکز شوی، ۸۷په سلو کې ویلي چې د حکومت سیاست نامتوازن دی. دوی له اسلام اباد او ډیلي سره د افغانستان سیاست ته حیران دي او وايي چې له همدې درکه د افغانستان ملي ګټې په زیان کې لوېدلي دي.

سياسي کارپوه موسی فریور وايي: “کومې ژمنې چې دولت له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۹۰کلونو پورې خلکو ته ورکړې وه، د خلکو له اړتياوو سره سم يې خپلې ژمنې پورې نه کړای شوای.”

اداري فساد بله هغه موضوع ده چې په دغه څېړنه کې پکې تمرکز شوی دی. په دې ارزونه کې ۷۶په سلو کې پوښتل شوو ویلي چې حکومت د اداري فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی او ۷۱په سلو کې بیا د کمزورې اقتصادي تګلارې په هکله هم اندېښنه ښودلې ده. د بې کارۍ په لوړه کچه هم اندېښنه ښودل شوې چې د پوښتل شوو کسانو ۸۹په سلو کې له دې اړخه اندېښمن دي.

اقتصادي کارپوه سیف الدین سیحون وايي: “د افغانستان اقتصاد ناقانونه دی چې په نشه يي توکو، د پيسو په منيځلو او فساد ولاړ دی.”

تر دې مخکې د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو مرکز هم په خپله څېړنه کې په ډاګه کړې وه چې د سولې په برخه کې د افغان دولت هڅې ناکامې شوې دي.

Trending

Exit mobile version