سوداگري
افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنیزې کرښې د لارې نخچه لاسلیک کړه
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف، د پاکستان استازي ع.ر. داوود د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۴) په تاشکند کې د مزار-کابل-پېښور د اوسپنیزې کرښې د جوړولو د لارېنقشه لاسلیک کړه.
حنیف اتمر په خپل ټویټ کې په ډاګه کړې؛ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ دا ګډه پروژه به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې له پاره ګډ ټکی شي او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي آسیا د نښلولو ګډه هیله به ور سره ترسره شي.
په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پرمختګ، اقتصادي ودې او سیمه ییزو همکاریو په زیاتېدو کې مرسته کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له کوربه هېواد مننه کړې، چې د دغې اړینې پروژې په رامنځته کولو کې یې مخکښ رول لوبولی دی.
دغه وړاندیز شوې اوسپنیزه کرښه ۵۷۳ کیلومتره اوږده ده، چې د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان پلازمېنې کابل له لارې د پاکستان له پېښور سره ونښلوي.
یني صفاک خبري آژانس څرګنده کړې، چې دې درې هېوادونو تېره میاشت له نړیوالو مالي موسسو څخه د نړیوالې اوسپنیزې کړښې ټزرانس افغانستان لپاره د ۴ اعشاریه ۸ میلیارډ ډالرو د پور یوه ګډه غوښتنه لاسلیک کړه.
تېره میاشت هم افغانستان او ترکمنستان د انرژۍ او نښلیدا درې لویې پروژې پرانیستې، چې موخه یې د دوه اړخیزو او سیمه ییزو اړیکو پیاوړتیا ده.
پدې درې پروژو کې د برښنا لیږدونې، د نوري فایبر چټک انټرنیټ او د دواړو ګاونډ هېوادونو تر منځ د اوسپنیزې کرښې پروژې شاملې دي.