سیمه ییز خبرونه
افغانستان، امريكا او وسله والو طالبان د سولې د خبرو په اړه تفاهم ته نه دي رسيدلي
د چهارشنبې په ورځ(د ليندۍ ۲۹) په كابل كې د افغانستان د څانگوالو ټولنه جوړه شوه. په دې جوړو شويو مراسمو كې يو شمېر سياسي څېرو او لوړ پوړيو دولتي چارواكو گډون كړى و.
د وسله والو طالبانو د رژيم د بهرنيو چارو وزير وكيل احمد متوكل افغانستان يو اشغال شوى هېواد وباله او زياتوي، چې افغانستان، امريكا او وسله والو طالبان د سولې د راوستو په موخه تر اوسه كومې پايلې ته نه دې رسيدلي.
وكيل احمد متوكل وايي:
له دې كبله، چې د سولې په اړه د ترسره شويو غونډو پايلې روښانه شوې نه دي؛ نو خلك د سولې پر بهير بې باوره دي.
نوموړى ټينگاركوي، چې:
يا، خو دې د دغو غونډو د پايلو په اړه خلكو ته روښانه معلومات وركړشي او يا دې د مذاكرې اړخونه هيڅ هم ونه وايي.
د ملي ائتلاف مشرداكتر عبدالله عبدالله ۲۰۱۴ م كال د افغانستان لپاره ډېر مهم كال وباله او زياته يې كړه، چې په دغه كال كې بايد فرصتونه له لاسه ورنكړشي.
د افغانستان د سوداگرۍ وزير انوار الحق احدي وايي:
په بېلابېلو برخو كې د متخصص ځواك نه شتون د دې لامل شوى، چې افغانستان له نورې نړى ورسته پاته شي.
د افغانستان د څانگوالو(متخصصانو) شورا، چې ډېري غړي يې د اقتصاد، سياست او پوځي چارو څانگوال دي په حكومت كې د اصلاحاتو د راوستو او مشورې وركولو په موخه جوړه شوې ده.