سیمه ییز خبرونه
افغانستان، تاجكستان او روسيې د همكاريو يو تفاهم ليك لاسليك كړ
د افغانستان، تاجكستان او روسيې د سرحدي ځواكونو قومندانانو د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۸ ) د همكاريو يو تفاهم ليك لاسليك كړ. د دې كار موخه دا ده څو په سيمه او شپر خان بندر كې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې په برخه كې هڅې ګډې شي.
د دې سند پر بنسټ، د درې واړو هېوادونو پوله ساتي به د ترهګري او نشه يي توكو پر وړاندې مبارزې كې خپلې هڅې له نويو ميتودونو څخه پر استفادې په جدي توګه عياري كړي.
روسيې د افغانستان تاجكستان پر ګډه پوله خپل ځواكونه ځاى پر ځاى كړي، او وايي، موخه يي پر پوله د نشه يي توكو او ترهګري له ګواښونو سره مقابله ده.
د درې واړو هېوادونو د سرحدي ځواكونو قومندانانو د افغانستان د شيرخان بندر په سرحدي سيمه كې د ترهكري او نشه يي توكو پر وړاندې مبارزې كې پر سرحدي همكاريو ټينګار وكړ.
بلخوا د تاجكستان د سرحدي ځواكونو قومندان شیر علي میرزا وايي:
په ګډه پوله كې د تېر په پرتله اوس د ترهګرو او نشه يي توكو د كاروباريانو د فعاليتونو پر احتمالي زياتوالي اندېښنه لري.
خو د افغانستان د سرحدي ځواكونو قومندان گل نبي احمدزی وايي، همدې اندېښنو ته په پام سره هڅه كوي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره خپلې همكارۍ پراخې كړي.
ټاكل شوې د درې واړو هېوادونو د سرحدي ځواكونو مسئولين په نږدې راتلونكې كې په مسكو كې سره جرګه شي. افغانستان له تاجكستان سره ۱۴سوه كيلو متره ګډه پوله لري.