سیمه ییز خبرونه
افغانستان، پاكستان او بريتانيا د پولې پر سيمو بې سارې خبرې كړي
د افغانستان او پاكستان ولسمشرانو په بريتانيا كې ژمنه وكړه، چې تر شپږ مياشتو به د سولې پر يوې هوكړې، چې د سيمې د ثبات لامل به شي، لاسرسى ومومي.
د افغانستان او پاكستان د ولسمشرانو او د بريتانيا د لومړي وزير له درې اړخيزې غونډې وروسته دغو مشرانو د لندن په شمال كې د بريتانيا د لومړي وزير ديويد كامرون په رسمي دفتر كې د دوه يم ځل لپاره خبرې اترې وكړې.
افغان ولسمشر حامد كرزي او د هغه پاكستاني سيال آصف علي زرداري ويلي، چې:
هڅې به وكړي، چې تر راتلونكيو شپږ مياشتو په افغانستان كې د سولې پر يوې هوكړې لاسرسى ومومي.
د بريتانيا د لومړي وزير د دفتر د اعلاميې پر بنسټ، لومړي وزير ديويد كامرون ويلي:
ولسمشرانو حامد كرزي او آصف علي زرداري د افغانستان او پاكستان د گډې پولې په سيمو كې د سولې د تامين په تړاو بې سارې خبرې كړې دي.
بل لور ته د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويانده ويكتوريا نولند له دې درې اړخيزې سرمشريزې هركلى څرگند كړ.
ويكتوريا نولند زياته كړه، چې:
لكه، چې پوهېږئ، د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاينې بهير؛ د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو او په افغانستان او سيمه كې د دوامداره ثبات لپاره ډاډمنه لار ده.
مونږ په دې آند يو، چې د افغانستان، بريتانيا او پاكستان درې اړخيزه سرمشريزه، چې په كې به د افغانستان د سولې له بهير ملاتړ وشي، د افغانستان په وړاندې د دې هېوادونو د ژمنو ښكارندويي كوي او مونږ هم ترې ملاتړ كوو.
د لندن درې اړخيزه سرمشريزه د خپل ډول درېيمه ناسته وه، خو پوښتنه دلته ده، چې پاكستان به څه وخت حاضر شي، چې طالبان د سولې د خبرو ميز ته را كاږي، كوم هېواد، چې په خپله خاوره كې له وېره اچوونكيو څخه پر ملاتړ تورن دى.