سیمه ییز خبرونه
افغانستان او اروپايي ټولنه به ډېر ژر د همكارۍ هوكړه ليك لاسليك كړي
د بهرنيو چارو وزير وايي:
له اروپايي ټولنې سره د اوږد مهالو همكاريو هوكړه ليك لاسليك د افغانستان اړتيا ده او له دې ټولنې سره به د افغانستان اړيكې ژورې كړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړى استازى وايي، افغانستان او گاونډ هېوادونه يې بايد د ارويايي هېوادونو له سوله ييز ژوند څخه انگيزه واخلي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د مې د نهمې نېټې(د غويى۱۹) يا د اروپايي ټولنې د ورځې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته، چې په كابل كې د اروپايي ټولنې لخوا جوړ شوي ول، ويلي، افغانستان د اروپايي ټولنې مرستو ته اړتيا لري او هغې موخې ته رسيدل غواړ، چې اروپايي هېوادونه وررسيدلي دي.
د ښاغلي رسول په وينا، د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د اوږدمهاله اړيكو پر سر خبرې وروستي پړاو ته رسيدلي او ژر به دا هوكړه ليك لاسليك شي.
د بهرنيو چارو وزير وايي، دا هوكړه ليك به د افغانستان او اروپايي ټولنې اړيكې په يوه قانوني چوكاټ كې تنظيم كړي.
د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول په ډاگه كړه، چې د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د اوږدمهاله همكاريو او پراختيا هوكړه ليك د لس كلونو لپاره لاسليك كيږي او په دې موده كې به اروپايي ټولنه له افغانستان سره د سولې او پراختيا په چارو كې مرسته كوي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړى استازى ويگاداس اوشاتسكس وايي:
افغانستان او گاونډ هېوادونه دې د اروپايي ټولنې له تجربو څخه، چې سوله ييز راتلونكي او نيكمرغه ژوند ته د رسېدو لپاره پر باور، ډاډ او متقابلې اتكا ولاړ وي، انگيزه واخلي. اروپايي ټولنه به نوره هم د افغانستان تر څنگ وي او له دې هېواد سره به مرسته وكړي.
په وروستيو لس كلونو كې اروپايي ټولنه د افغانستان له سترو مرستندويه ټولنو څخه ده. په دې ټولنه كې ۲۷ اروپايي هېوادونه غړيتوب لري.۶۳ كاله وړاندې د هېوادونو په كچه جگړو په ورانيو بدله كړې وه، اوس د څه باندې ۵۰۰ ميليون وگړيو په درلودو د نړۍ ستر اقتصادي ځواكمني ده.