تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د برښنا د پېر و پلور لس کلن تړون لاسلیک کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۳۹۹)

د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي حنیف اتمر په حضور کې د افغانستان برښنا شرکت د چارسمبالي داوود نورزي او د ازبکستان د ملي برښنا شبکې د مشر داداجان عیسکولوف تر منځ د برښنا د پېر و پلور لس کلن تړون لاسلیک شو.

په هوکړه کې راغلي؛ دغه ۵۰۰ کیلو ولته برښنا مزي د آسیا پرمختیايي بانک د سل میلیون امریکایي دالرو پر مالي ملاتړ د ازبکستان لخوا جوړیږي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ د دغه برښنا مزي له بشپړیدو وروسته به پر لومړي او دوه یم کال  په ساعت کې ۴.۲۵ ګیګا واته او په راتلونکیو کلونو کې ۶ ګیګا واته برښنا افغانستان ته صادر شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د دغه تړون له پلي کیدو سره به شمالي، مرکزي، سویلي او سویل لویدیځو ولایتونو او د هېواد پلازمېنې ته د څلیریشت ګړیو برښنا ورکړ شي.

د لاسلیک په مراسمو کې د ولسمشر د دفتر مشر محمد شاکر کارګر، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالی عبدالکریم ملکیار، د ترانسپورت چارسمبالی احمد یما شمس، د افغانستان بانک مشر اجمل احمدي او په ازبکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي احمد خالد علمي ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د تاجکستان د وارداتي برښنا له پرېکېدو وروسته په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا د پرچاوۍ کچه لوړه شوه او اوس هم چارواکي له نیوکې سره مخ پاتې دي.

Trending

Exit mobile version