تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو او همکاریو د پراختیا ډاډ څرګند کړ

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي له ازبکستاني لوري سره په خپلو ناستو کې د افغان سوداګروستونزې شریکې کړې او د شته هغو د اوارۍ ژمنې وشوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبر پاڼې  له مخې؛ د ازبکستان هېواد د بندرونو له مسوولینو سره د افغان سوداګرو، صادروونکیو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او صنعت کارانو ستونزې شریکې او د یادو ستونزو د حل او د اومه توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې یې د خصوصي سکتور لپاره د ډېرو نور آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د خصوصي سکتور غړي هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې هڅې هرکلی کوي او وایي، چې له ازبکستان سره باید د هېواد اقتصادي اړیکي نورې هم پراخې شي.

د افغانستان د خصوصي سکتورغړي ازبکستان ته د افغان پلاوي ګډ سفر له لاسته راوړنو ډک بولي او وايي، د دې سفر له پایته رسیدو سره سم به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي فعالیتونو نوی فصل پرانستل شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: مونږ په دې سفر کې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مشرۍ لاندې تر سره شو؛ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو هڅو او همکاریو ټینګار کړی دی.

د خصوصي سکتور غړی خان محمد فروتن وایي: زمونږ د سفر لاسته راوړنې ډېرې دي؛ مونږ د ازبکستان له سوداګرۍ خونې، ترانزیت او د کرنې بنسټونو سره د همکاریو هوکړې کړې دي.

اقتصادي  کار پوهان هم له منځنۍ آسیا سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره له ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پانګونې د تر سره کېدو لپاره د آسانتیاوو برابرول اړین بولي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې له ګاونډ هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې کولی شي افغانستان له اقتصادي بحران راوباسي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: زما پر نظر له ټولو ګانډ هېوادونوسره مو اقتصادي اړیکي مهمي دي او په دې اړیکو کې باید بلانس وساتل شي، چې هېواد له اقتصادي انزوا خلاص او له ټولو ګانډیو سره معیاري اقتصادي حرکت تر سره کړي.

د خصوصي سکتور د غړيو د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ  د کلنۍ راکړې  ورکړې کچه ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي، چې  په دواړو هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا وړتیاوې شته، چې باید عملي هڅې ورته وشي.

Trending

Exit mobile version