تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

د ازبکستان دولتي خبري آژانس« ازا» راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني پر مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د مالدارۍ او څړځایونو د پراختیا ادارې له چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

 

افغانستان او ازبکستان د مالدارۍ، د څارویو د نسل اصلاح او د تخنیکي پوهې د لېږد په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.

د ازبکستان دولتي خبري آژانس« ازا» راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني پر مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د مالدارۍ او څړځایونو د پراختیا ادارې له چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، دواړو لوریو د مالدارۍ په برخه کې د ازبکستان له تجربو د ګټې اخیستنې، د څارویو د نسل اصلاح، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د اصلاح شویو څارویو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه راز ازبکستان د ایران له لارې افغانستان ته د اصلاح شویو څارویو د ټرانزیټ د جواز ورکولو وړاندیز کړی، چې له مخې یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د څارویو د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابرېدی شي.

په دې لیدنه کې هوکړه شوې، چې افغان څانګوالو(متخصصینو) ته به د غواوو د نسل اصلاح او مصنوعي القاح په برخو کې پرمختللي روزنیز پروګرامونه او عملي ورکشاپونه وړیا جوړېږي.

افغانستان ته د اصلاح شویو څارویو برابرول، د لوړ جنیټیک ظرفیت لرونکو هګیو لېږد، د مالدارۍ د محصولاتو او څارویو د صادراتو او وارداتو پراختیا او د تجربو شریکول هم د خبرو له نورو موضوعاتو څخه ول.

د ازبکستان د راپور له مخې، دغه خبرې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د ګډو پروګرامونو د پلي کولو پر موخه شوې دي.

Trending

Exit mobile version