تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزې سوداګریزیزۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې وکړې
د دې غونډې په پیل کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره د ازبکستان د څلورو کلنې همکارۍ ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دا هېواد د دواړو ملتونو پر ورورګلوۍ او همکارۍ باور لري.
د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان جمهوریت د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف او د هغه ملګري پلاوي سره وکتل ترڅو د دواړو هېوادونو، په ځانګړي توګه نمنګان ولایت ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه بحث وکړي.
د دې غونډې په پیل کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره د ازبکستان د څلورو کلنې همکارۍ ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دا هېواد د دواړو ملتونو پر ورورګلوۍ او همکارۍ باور لري.
د ازبکستان د نمنګان ولایت والي د وزیر نورالدین عزیزي له نوښتونو هرکلی وکړ؛ د افغانستان خلک یې خپل ملګري او وروڼه وبلل او د دې ولایت صنعتي او تولیدي ظرفیتونه یې وروپېژندل.
په دې غونډه کې پر لاندې موضوعاتو بحث وشو:
په افغانستان کې د درملو صادرات او تولید
د چرګانو د فارمونو ظرفیت او په دې برخه کې ګډه همکاري
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په سکټور او صادراتو کې ګډه پانګهونه
د کرنیزو تجهیزاتو او ماشینونو او څاڅکو اوبو لګولو سیسټمونو صادرات او له افغان بزګرانو سره همکاري
نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو د محصولاتو د ګډې همکارۍ او بازار موندنې لپاره د افغانستان چمتووالی اعلان کړ او د کرنې او طبي محصولاتو لپاره یې د سړو خونو او فابریکو په سکټورونو کې د پانګهونې پر فرصتونو ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان د خصوصي سکټور د غړو یو پلاوی به د سوداګرۍ فرصتونو پېژندلو لپاره د ازبکستان د نمنګان ولایت ته سفر وکړي او دغه راز یې وزیر او ورسره مل پلاوي ته بلنه ورکړه، چې د ګلونو په تاریخي جشن کې ګډون وکړي، چې هر کال په می کې ترسره کیږي.