تازه خبرونه

افغانستان او ایران د ویزو پر آسانتیا او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلام‌جار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان او ایران چارواکو په هرات ولایت کې د یوې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې پر آسانتیا، د اسلام‌کلا له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار کړی دی.

د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلام‌جار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د هرات والي د وګړو لپاره د ویزو د ورکړې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د اسلام‌کلا بندر له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دوغارون ـ اسلام‌کلا پر پوله د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.

دغه راز په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال هم د ویزو د ورکړې د آسانتیا او د سوداګریزو لېږدونو د زیاتوالي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی او څرګندوي، چې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د اواري لپاره به لازم ګامونه پورته شي.

هرات او د اسلام‌کلا سرحدي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي.

Trending

Exit mobile version