تازه خبرونه

افغانستان او ایران د کډوالو او زده‌کوونکیو پر ستونزو خبرې وکړې

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د روانې میاشتې پر ۱۷-۱۸ نېټې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د قونسلي چارو کمیسیون څلورمه ناسته تر سره شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې  د افغانانو د اختطاف او قاچاق پر مخنیوي، د افغان مهاجرینو او زده‌کړیالانو ستونزو، د بندیانو لېږد بهیر پروسې او افغان مهاجرینو ته د معیاري قونسلي خدمتونو وړاندې کولو بحث او خبرې وشوې

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د یادو ستونزو د حل او لازمې همغږي لپاره باید دوه اړخیزه کمیټه رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version